نږدې (۵۰) کډوال په یمن کې غرق کړای شوي
د سومالیا او ایتوپیا نږدې (۵۰) کډوال، د یوه قاچاقبر لخوا په قصدي توګه د یمن په سمندر کې غرق کړای شوي. د کډوالو نړیوال سازمان دغه غرقیدنه ټکان ورکوونکې او غیر انساني ګڼلې ده.
د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) بیانیه کاږي چې د دغه سازمان کارکوونکیو په خپله ورځنۍ ګزمه کې د (۲۹) کډوالو قبرونه موندلي دي.دغه قبرونه د هغو خلکو لخوا کیندل شوي چې ژوندي پاتې شوي.
یاد شوی سازمان وايي چې نږدې (۲۲) کډوال ورک دي. د سازمان کارکوونکیو په ساحل کې پاتې شویو ژوندیو کسانو ته مرستې چمتو کړي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان د بیانیې له مخې، کله چې کډوال د یمن ساحل ته رسیدلي نو قاچاقبر هغوی سمندر ته په زوره په ښکته کیدو مجبور کړي دي.
په یمن کې د کډوالو د نړیوال سازمان یوه مسوول لاورینټ ډي بویک (Laurent de Boeck) وايي: (( ژغورل شویو کسانو زموږ ملګرو ته ویلي چې قاچاقبر دوی هغه وخت سمندر ته ټیله کړل چې ساحل ته نږدې یې د مسوولینو په بڼه څوک ولیدل.))
هغه زیاته کړې: (( دوی همدارنګه موږ ته ویلي چې قاچاقبر سمدستي سومالیا ته وګرځید چې خپل دغه کاروبار [ انساني قاچاق] ته ادامه ورکړي، نور کډوال را واخلي او په همدې لاره یې یمن ته راورسوي. ))
د کډوالو د نړیوال سازمان دغه چارواکي ویلي چې د یمن په لاره د کډوالو کړاوونه ډیر ستر دي. هغه زیاته کړې: (( ګڼ ځوانان قاچاقبرو ته د غوره راتلونکې په موخه د ناکامې هیلې لپاره پیسې ورکوي. ))
د یاد شوي سازمان په حواله، له جنوري راهیسې شاوخوا (۵۵۰۰۰) خلکو د افریقا هارن سیمه د یمن په نیت پرې ایښې ده چې ډیری یې د سومالیا او ایټوپیا وګړي دي. فکر کیږي چې د دوی درېیمه برخه میرمنې دي.
په یمن کې له کډوالو څخه د وسلو قاچاقیان ناوړه استفاده کوي، ډیری یې په دې باور دي چې دوی له هغو وسلوالو ډلو سره رابطه لري چې د یمن په روانه جګړه کې ښکیل دي.
دغې جګړې په خپله کډوالو ته یو خطر را منځ ته کړی دی. په مارچ کې د سومالیې حکومت د سعودي تر مشرۍ ایئتلاف په دې پړ وګڼه چې جنګیالیو یې د یمن په ساحل کې پر یوه بیړۍ برید وکړ او (۴۲) سومالیایي کډوال یې ووژل.
دا مقاله شریکه کړي