د ځوانانو په تیښته به افغانستان ویجاړ پاتې شي

اوږدې او خونړۍ جګړې نه یواځې د افغانستان زیربناوې ړنګې کړې، بلکې کاري ځواک یې هم ترې ولوټه. بدبختي خو لا داده چې اوس هم دغه حیاتي ځواک( کاري قوه) له افغانستان څخه د تیښتې په حال کې ده.

د جګړې کابو څلویښت کاله په پوره کیدو دي. دې اوږده او مسلسل جنګ افغانستان له پرمختګه پاتې کړ. په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو وګړي، پر راتلونکي باور بایلي او دغه بې باوري په حقیقت کې پر ځان د اعتماد جنازه ده چې هر سړی یې پر خپلو اوږو وړي.

هغه ټولنې چې کاري ځواک لري او ښه یې مدیریت کړي، نو پرمختګ یې هر کلی کوي.

یواځې کار دی چې ټولنې د نیکمرغیو په لور رهبري کوي، کار انرژي غواړي او دغه ځواک د ځوانانو په مټو کې نغښتی دی.

ځوانان د هرې ټولنې لپاره بې بدیله انرژي ده. له نیکمرغه ځوانان د افغانستان  د ټولنې یوه لویه برخه جوړوي. که چیری دغه ځوانان په ګډه د پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکي کارونه وکړي، نو کولای شي د جګړې تباهي جبران کړي.

په دویمه نړیواله جګړه کې په میلیونونو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ شمیر هیوادونه ویجاړ شول او ګڼ نور د تباهۍ خواته لاړل، خو نن یې وګورئ چې همدغه هیوادونه شتمن او صنعتي دي.  

جګړې افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه وګړي ووژل. خو داسې هیوادونه شته چې د دې څو برابره زیات تلفات یې ورکړي او پراخ زیانونه یې ګاللي دي؛ خو نن یې ولسونه ښه ژوند لري.

د بیلګې په توګه چین، جاپان او جرمني هغه هیوادونه دي چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې په میلیونونو وګړي ووژل شول او پراخ اقتصادي زیانونه ور واوښتل، خو اوس سوکاله او تولیدي هیوادونه دي او دا ځکه چې د دغو هیوادونو ولسونو راتلونکې ته هیله او پر ځان اعتماد نه و بایللی.

دغو ولسونو د تیښتې په ځای خپلو هیوادونو کې اوسیدلو او بیا ودانولو ته ترجیح ورکړه چې پایله یې نن ټولو ته روښانه ده. تازه څیړنې ښيي چې د نړۍ په لسو مخکښو اقتصادي هیوادونو کې چین دویم، جاپان درېیم او جرمني څلورم ځای لري.

دا رښتیا ده چې د افغانستان ځینې سیمې اوسمهال د ژوند لپاره  خطرناکه دي، دا هم رښتیا ده چې بیکاري خپل اوج ته رسیدلې؛ خو دا رښتیا نه ده چې هیواد پریښودل یې یو ښه بدیل وی. په تیښته حالات نه بدلیږي او ممکن نور هم بدتر شي، دا خو خلک دي چې د خپلې ټولنې برخلیک ټاکي.

جګړه د افغانستان لپاره یوه لویه ستونزه ده خو له جګړې هم ستره ستونزه اداري فساد دی چې تر یوه بریده د جګړې اور بل ساتي.

ځوانانو ته په کار ده چې د هیواد پریښودلو پر ځای،  د دایمي حل لپاره راپورته شي. د فساد ختمیدو په موخه پر حکومت له مدني لارو فشار وارد کړي. همدارنګه ځوانان باید د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې هم راپورته شي. په ګډه د سولې لپاره کار وکړي.

که فساد او جګړه ختمه شي، کاري فرصتونه برابریږي او د دې اړتیا نه پیښیږي چې ځوانان دې په خونړیو لارو ناقانونه مهاجرتونه وکړي فقط ځوانان کولای شي چې په خپل همت حالات بدل کړي؛ نه یواځې د ځان لپاره بلکې د راتلونکیو نسلونو لپاره هم.

. د ځوانانو همت به خلک باوري کړي چې هیواد یې په یوه سم لور روان دی؛ په داسې یوه طرف چې خلک یې نیمکرغه کیږي