میرمنو ته د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه

د افغان میرمنو د سواګرۍ او صنایعو خونه په رسمي توګه د اکتوبر په لومړیو کې د هیواد د لومړۍ میرمنې رولا غني لخوا پرانیستل شوه.
د دې جدا خونې د تاسیس مفکوره د افغانستان د پرمختګ لپاره د مخکښو متشبثینو ادارې(LEAD)  لخوا د دې کال په لومړیو کې رامنځ ته شوه.
د سوداګرۍ بورډ مشره منیژه وافق وايي چې له (AWCCI) سره له ۸۵۰ ډیرې سوداګرۍ میرمنې ثبت شوي دي. د وافق په وینا، د دې موخه دا ده چې په اقتصادي چارو کې د میرمنو ګډون پرمختګ وکړي او د میرمنو هغه ستونزې هوارې کړي چې کاري ځواک ورسره مخ کيږي.
هغی وویل: (نن سبا ډیرې میرمنې د سوداګرۍ او صنعت په مختلفو ساحو کې بوختې دي او حکومت یې باید ملاتړ وکړي.)
میرمنې د افغانستان د کاري ځواک  ۲۹٪ جوړوي چې ۶۶٪ د زارعت په برخه کې دي.
وافق په یوې عمومي وینا کې  خلک وهڅول چې د ښځو په لاس جوړ او توزیع کیدوني شیان وپیري: (( له تاسو په ډیر درناوي غواړم چې د ښځو تولیدات واخلئ.))
هغې زیاته کړه: (( زموږ تولیدات واخلئ، چې د اخیستلو ارزښت لري. ))
د پرانیستې په غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ویډیوي پیغام هم خپور شو، هغه په افغانستان کې  د سوداګرۍ د ودې لپاره یو نوی فصل اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې حکومت د هیواد د سوداګرو میرمنو ملاتړ ته چمتو دی.
لومړۍ میرمنې لورا غني، وویل چې د (AWCCI) پرانیسته د میرمنو د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره یو ستر ګام دی او دغه اداره به د هغو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي چې افغانې سوداګرۍ میرمنې ور سره مخ دي.

 د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري په ډاګه کړه چې د سوداګریز بورډ پرانیسته د میرمنو   د رهبریت ، اقتصادي خود کفایي او اقتصادي سکټور کې د برخې اخیستنې لپاره د ښځو هڅول مهم دي او  د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.