المانۍ ورځپاڼې د ۳۳۰۰۰ مړه شویو کډوالو لیست خپور کړ

یوې المانۍ ورځپاڼې د (۳۳۲۹۳ ) خلکو لیست خپور کړ، دا هغه کسان دي چې اروپا ته د رسیدلو په لاره کې مړه شوي دي دا لیست دغه خونړی سفر ښه په ډاګه کوي.

دا نوملړ د یوه مشهور ترکي هنرمند بِنو سنت اوغلو (Banu Cennetoğlu) لخوا چمتو شوی دی. په لیست کې د هر کډوال نوم، عمر، جنسیت، تابعیت او د مرګ لامل ذکر شوی . دغو کسانو د ۱۹۹۳ څخه د ۲۰۱۷ کال تر جون پورې، اروپا ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د (Der Tagesspiegel) ورځپاڼې لیکلي چې د دې لیست په جوړیدو هیله لري چې دغه شمیرې خلکو ته روښانه کړی او نړۍ ته وښيي چې انسانان د کډوالۍ له ناورین سره مخ دي. بِنو سنت اوغلو ( لیست چمتو کوونکي شخص) ورځپاڼې ته ویلي چې دا معلومات له ۵۰۰ ډیرو ډلو او انفرادي همکاریو په مټ چمتو شوی دی.

تېر کال له مدیترانې سمندر څخه د تیریدونکیو کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال و. د کډوالو لپاره نړیوالې ادارې ( IOM) راپور ورکړی چې له (۵۰۰۰) ډیر کډوال اروپا ته د تګ په لاره یا مړه شوي او یا ورک شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته را ستنیدونکیو چارو د وزیر سید عالمي بلخي د وینا له مخې، چې له اریانا ټلویزیون څخه نشر شوې، اوسمهال افغانان د ټولو ناقانونه کډوالو ۱۲٪ جوړوي چې له دوی څخه ډیری یې اروپا ته د رسیدو هڅې کوي.