جرمني به د کډوالو را شړل چټک کړي
د جرمني پولیس افسرانو د دغه هیواد په جنوبي ښار ایلوانجین کې د می په درېیمه، د کډوالو پر یوه پناه ځای حمله وکړه، دا کار درې ورځې وروسته له هغې وشو چې د کډوالو یوې ډلې پولیسو سره د ټوګو افریقايي هیواد د یوه ۲۳ کلن کډوال د شړلو په سر شخړه وکړه.
دا عملیات د کډوالۍ په اړه د نوي ماسټر پلان تر چتر لاندې تر سره شوي، چې په دې وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست سیهوفر) Horst Seehofer) لخوا وړاندی شوی.
سیهوفر د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي، د پناه غوښتنې د پروسې د چټکولو او په سرعت سره د رد شویو پناه غوښتونکیو د شړلو ژمنه کړې ده.
د اسوشیتید پریس په حواله، سیهوفر په برلین کې خبریالانو ته ویلي: (( څه چې په ایلوانجین ښار کې پیښ شول، دا د قانون ماتونکيو خلکو پر مخ یوه څپیړه وه.))
سیهوفر ویلي: (( د میلمه پالنې حق باید داسې تر پښو لاندې نشي.)) هغه زیاته کړې چې مسوولین باید خپل توان او ټول ځواک وکاروي، چې هغه پناه غوښتوونکي محاکمه کړي کوم چې پولیسو ته د ناقانونه کډوالو د شړلو په لاره کې خنډونه جوړوي.
د جرمني پولیسو ویلي چې پراخو عملیاتو ته اړتیا ده، ځکه چې پولیس کله د رد شویو پناه غوښتونکیو په نیولو پسې راځي، نو له دغه شان حالت سره مخ کیږي.
د ایلوانجین ښار ته نږدې د الین ښارګوټي د پولیسو مرستیال، (Bernhard Weber) ویلي: (( دلته په لویه کچه د دغه شان عمل [ناقانونه کډوالو نیولو] مخنیوی شوی، دا مخنیوی د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ افریقایي کډوالو لخوا، په تاوتریخوالي سره شوی دی.
ویبر ویلي چې ایټالیې ته د ټوګو کډوال د بېرته شړلو په اړه پرېکړه شوې وه، هغه له ایټالیې څخه جرمني ته راغلی و. د اروپايي ټولنې د دوبلین د اصولو له مخې، کډوال مجبور دي چې په هغه اروپايي هیواد کې د پناه اخیستنې غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کې ور داخلیږي.
د کډوالو د نوي پلان د یوې برخې په توګه، جرمني غواړي چې پناه غوښتوونکي د پناه غوښتنې په مرکزونو کې ځای پر ځای کړي، چیرته چې تر ۱۵۰۰ نور کډوال آن تر دوه کلونو پورې اوسیږي. تر هغې چې یې د پناه غوښتنې درخواست ونه منل شي، نشي کولای نورو ځایونو ته تقسیم شي.
قاضیان به د پناه غوښتنې په مرکزونو کې کار کوي. د کومو پناه غوښتوونکيو د پناه غوښتنې درخواستونه چې تایید نشي، نو سیده به له همدې مرکزونو څخه شړل کیږي.
د کورنیو چارو وزیر سیهوفر همدارنګه غواړي چې د شړل کیدونکیو لپاره د ساتنې امکانات زیات کړي چې له دغې پروسې څخه د تښتیدو مخنیوی یې وشي.
30/05/2018
دا مقاله شریکه کړي