مرستندویه موسسې: مدیترانې سمندر کې ۱۷۰ نور کډوال ورک شول
د یوې احصایې له مخې، ۱۷۰ کډوال په مدیترانې سمندر کې ورک شوي دي. دوی په دوه بیړیو کې له مراکش او لیبیا څخه راخوځیدلي وو. دا خبره مرستندویه موسسو د روان کال د جنوري په ۱۹مه کړې دې.
په لومړۍ پيښه کې درې ناقانونه کډوال په یوه ماته شوې بیړۍ کې ژغورل شوي. ژغورل شویو ویلي چې په کښتۍ کې ۱۲۰ کسان و. نو د دې دا مانا ده چې ۱۱۷ کډوال ،چې لږ تر لږه دوه کوچنیان هم پکې شامل وو، تر اوسه نا درکه دي. د کډوالو لپاره نړیواله اداره وايي چې ډير کډوال د لویدیځي افریقا اوسیدونکي وو؛ خو په دې کښتۍ کې ۴۰ سوډانیان هم وو.
د کډوالو د نړیوالې ادارې ویاند فلاویو ډي ګیاکومو(Flavio Di Giacomo,) ویلي چې کډوال له ګارابولي څخه چې د لیبیا د ختیځ په ترابلس کې موقعیت لري، راخوځیدلي . هغه زیاته کړې: (( په بحر کې له لس یوولسو ساعتونو وروسته، کښتۍ ډوبیدل پیل شول او خلکو ټوپونه وهل شروع کړل. )) هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ژغورل شوي کسان اوس د ایټالیا په لامپیډوسا روغتون کې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، په دویمه پیښه کې ۵۳ کډوال د البورن په سمندر کې ورک شول، دا د مدیترانې په لویدیځ کې دی. یوه ژوندي پاتې شوي کډوال چې د کب نیونې بیړۍ په ذریعه ژغورل شوی، په سمندر کې له ۲۴ ساعتونو وخت تیرولو وروسته په مراکش کې روغتون ته انتقال شوی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د نجات بیړیو د د کډوالو د کښتیو او ژوندیو پاتې شویو پسې لټون کاوه. د څو ورځو لپاره یې هیڅ درک نه وه. د یوې خبر پاڼې له مخې چې د یادې شوې کمیشنرۍ لخوا نشر شوې؛ راغلي چې دا ډیره د ژور خپګان خبره ده چې د شاخوا ۱۷۰ تنو د ورکیدو یا مړه کیدو خبر خپریږي؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا نا ممکنه ده چې د مړینې دغه کچه په یوازې توګه تاییید کړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو یو کمیشنر فلیپو ګرانډي (Filippo Grandi) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: (( د مدیترانې غمیزې دوام ته باید اجازه ورنکړل شي.)) هغه زیاته کړې: (( موږ د اروپا په دروازه کې د ډیرو کسانو په مړه کیدو سترګې نشي پټولی. په سمندر کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره باید هیڅ هڅه ونه سپمول شي. ))
د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو ۱۶ ورځو کې ۴۴۴۹ پناه غوښتونکي اروپا ته ننوتلي او دا ټول د سمندر له لارې. دا د تیر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی، د تیر کال شمیره ۲۹۶۴ وه. د مدیترانې له لارې نږدې ۸۰ سلنه را رسیدلي، د اسپانیا له لارې داخل شوي
TMP – 28/01/2019
دا مقاله شریکه کړي