مرستندویه ګروپ: د ملګرو ملتونو د ماشومومانو د حقونو کنوانسیون هره ورځ په کالایس کې ماتیږي
صدیق ( مستعار نوم) یو ۱۴ کلن افغان کډوال دی چې له کیمپه بیرون په یوه ځنګلي سیمه کې اوسیږي. دا له نږدې ۲۵۰ بې سرپرسته ماشومانو سره په کوڅو کې ژوند کوي چې خوړو، اوبو او پناه ځای ته سم لاسرسی نه لري.
صدیق له جرمني خبري اژانس دویچوله سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دوه کاله وړاندې یې په ننګرهار کې خپل کور هغه مهال پریښود چې طالب جګړه مارو یې پلار او ورور ووژل. هغه لومړی ایران او بیا همداسې په ترتیب ترکیې، بالکان هیوادونو او جرمني ته سفر وکړ او بیا په پای کې فرانسې ته ورسید.
اوس هغه او څلور نور افغان کډوال ماشومان په یوه ګروپ کې دي، کوم ته چې هغه د مهربانۍ له مخې د ماشومانو ګروپ یا (Bambinos) خطاب کوي. دوی پیسې نلري، دوی په مرستندویه موسسو تکیه دي او خواړه، شړۍ، جامې، خیمې او د اور لپاره لرګي ترې ترلاسه کوي.
د فرانسې حکومت قانوناً مکلف دی چې بې سرپرسته ماشومانو ته په کالایس کې په عاجله توګه د اوسیدو ځایونه چمتو کړي. په هرصورت، د ځوانانو کډوالو خدمت ادارهRefugee Youth Services (RYS) له دویچویلې سره په یوه مرکه کې ويلي،امکانات په کافي اندازه شته؛ خو سیاسي اراده نشته چې دوی ته نور چپرکټونه چمتو شي. یادې شوې ادارې ویلي چې (۵۸۰) بې سرپرسته ماشومانو په ۲۰۱۸ کال په کالایس کې د اوسیدو لپاره د لګښتونو غوښتنه کړې؛ خو ځايي مسوولینو له دې غوښتنو څخه ۲۷۰ رد کړي چې په دوی کې لږ تر لږه یو معیوب ماشوم هم شامل دی.
په یاده شوې اداره کې یو پخواني ټولنیز کارکوونکي جرمي روچاس (Jeremie Rochas) دویچولې ته ویلي: (( کله چې کالایس ته ماشومان را ورسیږي، دوی له مخکې سخت کړاوونه تجربه کړي وي. )) هغه زیاته کړې: (( تقریبا دوی ټول شاهدي ورکوي چې د کډوالۍ په جریان کې د غوسې او ځورونې قرباني شوي؛ په ځانګړې توګه هغوی چې د لیبیا له لارې سفر کړی. وروسته په کالایس کې د ژوند له سختو شرایطو سره مخ شوي او په راتلونکي باندې بې باوره شوي دي. ))
له کډوالو سره مرسته (Help Refugees) په نوم اداره چې د کډوالو پر وړاندې پر بشري حقونو تیري مستند کوي ویلي چې پولیس پر کډوالو، چې ماشومان هم پکې دي، د فزیکي او روحي تیریو مرتکب ګرځي. (۲۴۴) د تیریو قضیې شته چې په دې کې په مکرره توګه د خیمو ورانول، د ملکیتونو غصب، وهل او د سپیانو په واسطه پر هغوی بریدونه شامل دي. مرستندویه ډلې؛اټوپیا۵۶ او (RYS) ویلي چې نږدې لس ماشومانو د تیرکال د جون او ډسمبر په منځ کې د پولیسو د تاوتریخوالي له کبله د طبي مرستو غوښتنه کړې.
په شمالي فرانسه کې د کډوالو مرسته ادارې ساحوي مدیر مډي الین Maddy Allen وايي: (( ماشومان په مساوي کچه د تبعیض مزه څکي، نژادي توپیر د پولیسو له تاوتریخوالي سره په دې زړه ټولنه کالایس کې مساوي دي.)) هغه زیاته کړې : (( د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون هره ورځ ماتیږي، دا ځکه چې اروپايي هیوادونه د دغو اغیزمنونکي ماشومانو په ساتنه کې له خپلو مسوولیتونو څخه اوګه خالي کوي.))
TMP – 30/01/2019
دا مقاله شریکه کړي