انګلستان ناقانونه کډوال فرانسې ته شړي

د انګلستان چارواکیو،  فرانسې ته د هغو کډوالو په شړلو پیل کړی کوم چې انګلستان ته را رسیږي. په دې لړ کې لومړۍ جوپه هغه کډوال د روان کال د جنوري په ۲۴مه وشړل شول؛ کوم چې د تیر کال په وروستیو کې په یوه وړه بیړۍ کې انګلستان ته راغلي وو.

د انګلستان اړوندې ادارې (Home Office ) ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې (۵۳۹) کډوالو هڅه کوله چې په وړو بیړیو کې دلته راشي. له دوی څخه ۸۰٪ یې یوازې په تیر اکتوبر کې کوښښ وکړ چې له English Channel( د اوبو هغه برخه چې جنوبي انګلستان له شمالي فرانسې څخه جلا کوي) څخه راواوړي.

دا نوی اقدام اوس د دې لپاره کیږي چې له انګلش چاینل څخه د ناقانونه کډوالو د را تیریدو مخنیوي وشي.   

 د انګلستان د امنیت، کډوالو او تروریزم ضد چارو مسوول (Home Secretary) ساجد جاوید له سکی نیوز (Sky News) سره په یوه مرکه کې د ناقانونه کډوالو د شمیرې زیاتوالی بې سابقې ښودلی او دا یې یوه لویه حادثه ګڼلې. هغه ویلي چې انګلستان له فرانسې سره په ګډه کار کوی چې د فرانسې په شمال او انګلستان کې  د سرحدونو امنیت لاپسې ټینګ کړي.

یادې شوې ادارې همدارنګه هیله ښودلې چې د ناقانونه کډوالو په زوره  شړلو سره به د خطرناکو مزلونو قوي مخنیوی وشي. انګلستان د ناقانونه پناه غوښتوونکیو شړل د ډوبلین د اصولو له مخې کوي، دا هغه اروپايي قانون دی چې پر بنیاد یې د پناه غوښتوونکي مسوولیت د هغه هیواد تر غاړی دی چې په لومړي ځل ورته داخل شوی وي.

د برتانیا حکومت به همدارنګه د سرحدونو د ساتنې عملیاتو لپاره بودجه لوړه کړي.  د فرانسې د سواحلو او بندرونو د څارنې او د ځمکني او سمندري ګزمو تر منځ د همغږۍ لپاره د ۶ میلیونه پونډو ژمنه شوې. له دې سربیره (3.2) میلیونه نور پونډ به پر ځانګړو تجهیزاتو؛ لکه امنیتي کیمرو او د شپې لخوا په کاریدونکیو دوربینونو ولګول شي.

جاوید (The Independent) ته ویلي: (( دا مهمه  ده چې موږ له فرانسوي شریکانو سره له نږدې کار کولو  ته ادامه ورکړو او هغه له خطر سره مخ کډوال ودروو چې تیر ایستونکیو سفرونو ته ادامه ورکوي او د هغو انساني قاچاقبرو مقابله وکړو چې د کډوالو ژوند په خطر کې اچوي. ))

د کډوالو سره مرسته (Help Refugees) یو ساحوي مدیر جوش هالام (Josh Hallam) ویلي چې فرانسه کې په ژمي کې د ژوندي پاتې کیدو ګواښ ممکن هغه علت وي چې کډوال دې ته هڅوي چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

هغه زیاته کړې: (( دلته د کافي او باور وړ معلوماتو کمبود دی. )) د نوموړي په وینا د معلوماتو دغه تشه د هغو خلکو لخوا ډکیږي چې واقعا استثمارګر او خطرناک دي.

هالام ویلي چې قاچاقبر کډوالو څخه له ۳۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ پونډه اخلي او بیا دوی په یوه خطرناک سفر ازمايي چې دا سفرونه په بیړیو، ریل ګاډي، لاریو او موټرو کې تر سره کیږي.

TMP – 04/02/2019