له انګلیس کانال څخه د اوښتوونکیو شمیره د تمې خلاف لوړه شوې

فرانسې او انګلستان د بندرونو د کنټرول عملیات پراخه کړي دي، دا کار وروسته له هغې وشو چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې په یو ناڅاپي توګه له انګلش کانال څخه د بیړیو په ذریعه  د ناقانونه کډوالو د راتیریدو کچه لوړه شوه.

په بېسارې توګه د دې شمیرې د لوړوالي په غبرګون کې انګلستان د فرانسې د سواحلو په اوږدو کې د څارنې په نویو تجهیزاتو پانګونه وکړه او فرانسې ته یې د ناقانونه کډوالو په بیرته شړلو پیل وکړ. دا کار په دې موخه وشو چې له انګلش کانال څخه په راتلونکي کې د کډوالو د راتیریدو مخه ډب کړي.

د فرانسې امنیتي ځواکونو د انساني قاچاقبرو د نیولو او د هغو کډوالو د درولو په موخه چې له انګلش کانال څخه را اوړي؛ خپل کوښښونه له سره کړل. د اسوشیتید پریس په حواله؛ د فرانسې یوه هوايي او سرحدي پولیس فرانک ټیولیون (Franck Toulliou) ویلي چې فرانسې په ۲۰۱۸ کې د شمالي ساحل په اوږدو کې د قاچاقبرو ۲۶ شبکې له منځه وړي دي.

انګلش کانال یوه بوخته او نا باوري سمندري لاره ده او ټوپي بیړۍ چې د قاچاقبرو لخوا کارول کیږي، د دې سفر لپاره مناسبې نه دي. رویټرز د شمالي فرانسې د ښارګوټي ګرانډ سینت ښاروال ډامین کاریم [Damien Careme] خبره رانقل کړې: (( نه غواړم چې انګلش کانال د مدیترانې سمندر په څیر دویمه هدیره شي. ))

د اسوشیټیډ پریس په حواله، د فرانسې مربوطه مسوولینو ویلي چې په ټولیزه توګه ۷۱ کوچنیو بیړیو په ۲۰۱۸ کال کې له انګلش کانال څخه د اوښتو هڅه کړې ده. چې دا شمیره له ۲۰۱۷ کال څخه شپږ برابره لوړه ده.

له دې شمیرې څخه ۵۷ بیړیو یوازې  نومبر او ډسمبر کې د تیریدو هڅه کړې.

پخوا، ډیری کډوالو هڅه کوله چې انګلستان ته په پټه د لاریو په ذریعه داخل شي. په هرصورت، انګلستان او فرانسې اوس امنیتي تالاشي او پلټنې پیاوړې کړي چې د دغه شان هڅو مخنیوی وشي. مسوولین اوس لارۍ په ډيرې پرمختللې ټکنالوژۍ سکن کوي. په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال د فرانسې په شمال کې په لاریو کې موندل شوي وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د ادعا له مخې، تیر کال د کډوالو ډيری شمیره ،چې د کښتیو په ذریعه یې انګلستان ته سفر کړی، ایرانیان وو. د سربیا د کډوالو مرسته (Refugee Aid Serbia) اجرايوي مشر میوډراګ کاکیک (Miodrag Ćakić)  بي بي سي ته ویلي چې دا کډوال ممکن د هغو زرګونو کډوالو له منځه وي چې تیر کال سربیا ته په کم وخت کې راغلل او د بالکان هیوادونو وړیا ویزو ته د لاسرسي شرایط ور برابر کړل.

د یوې احصایې له مخې، په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا (۱۹۷۹) را وروسته؛ هر کال د ۱۵۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰۰ ترمنځ، ایرانیان مهاجرت کوي. د هوم افیس ادارې (Home Office)  د رسمي شمیرو له مخې، په تیرو دوه کلونو کې انګلستان د پناه غوښتنې ډیری درخواستونه له ایرانیانو څخه ترلاسه کړي دي. دا شمیره د نورو ټولو هیوادونو له اتباعو څخه لوړه ده.  

TMP – 06/02/2019