یو افغان راستنېدونکی کډوال چې رامین نومېږي وایي:”نه پوره خواړه، نه تشناب او نه هم پوره روغتیايي چوپړتیاووې مو درلودې. “

*رامین هغه ٢٢کلن افغان کډوال دی چې اروپا ته د کډوالۍ په هڅه کې سږ کال افغانستان ته راستون شوی او یا شړل شوی دی.

د نوموړي د کډوالۍ کړنلاره هغه مهال شنډه شوه، چې دی د ترکیې او یونان پولې په منځ کې ونیول شو.

نوموړي د کډوالۍ له پروژې سره خبرې وکړې او خپله کیسه یې له موږ سره شریکه کړه. له اژې سیند تر یونان پورې، د سفر لپاره  قاچاق وړونکي له رامین څخه د کابو ٢٠٠٠ یورو غوښتنه کړې وه، خو بېړۍ یې بریالی نه شوه، چې د یونان ساحل ته ورسېږي. نوموړی وايي:”موږ یوازې څو کیلو مټره لرې له یونان څخه ودرول شو، پولیسو موږ ودرولو.”هلته وضعیت ډېر کړکیچن وو.

نوموړي وایي:”موږ ٤٠ کسیزه ډله وو چې هڅه مو کوله یونان ته ورسېږو.” چارواکو رامین او د دې ډلې نور کډوال په عثمانه کې د کډوالۍ پنډغالي ته ولېږدول.

رامین زیاتوي:”موږ هغو څیزونو ته لاسرسۍ نه درلود کوم چې د ژوند کولو لپاره اړین وو، پوره خواړه شتون نه درلودل، سم تشناب نه و او همدارنګه روغتیایي چوپړتیاوو ته مو لاسرسۍ نه درلود.”   

نوموړی د چارواکو له دوه مخې چلند څخه سر ټکوي:”موږ ان تر دې حق نه درلود چې د غیر انساني وضعیت پر وړاندې شکایت وکړو.” ان افغان چارواکي چې ځینې وخت پنډغالي ته راتلل، له دوی سره یې مرسته نه کوله.  نوموړی زیاتوي:”دوی زموږ ستونزې نه اورېدلې ان په دري او یا پښتو ژبو یې له موږ سره خبرې نه کولې.”

رامین کابو درې میاشتې په پنډغالي کې تېرې کړې. نوموړي د کډوالۍ پروژې ته وویل:” په پای کې زه د پنځو ورځو لپاره یو بل پنډغالي ته ولېږدول شوم او له هغه ځای څخه بېرته کابل ته راوشړل شوم.”          

د رامین کیسه یواځینۍ مورد نه دی. په حقیقت کې، سږ کال د ترکیې پولیسو لخوا ګڼ شمېر افغانان نیول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې، ترکیې د ناقانونه کډوالو د درولو لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي دي.

له ۲۰۱۹ کال څخه تر دې دمه، لږ  تر لږه ۳۳۷۰۰۰ کډوال اروپا  ته د رسیدو د هڅې په مهال ترکیه کې نیول شوي دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۶۸۰۰۰ کسانو د نېول کېدو په پرتله، ډېروالی په ډاګه کوي.

*د دې کډوال نوم د نوموړي له شخصي حریم څخه د ساتنې له امله بدل شوی دی.

TMP – 18/12/2019

انځور له:  شټر سټاک/  الکس رینولدز

د انځور عنوان: یو افغان کډوال په تورو ویښتانو او د افغانستان په خړو سیمه ییزو کالیو سره د غره وچې درې په وړاندې ولاړ دی چې په منځ کې یې نیلي اسمان ښکاري.