افغان کډوال چې تر اروپا یې ۴۰۰۰ مایله مزل کړی و، بیرته را وګرځول شو

لکه د نورو ډیرو افغان ځوانانو په څير، قاسم هم د ښه ژوند د لټون په لټه اروپا ته ناقانونه سفر کړی و. خو هلته یې فقر، تیری او استثمار وموند. له (NBC News)  سره په یوه مرکه کې هغه دا روښانه کړې چې څنګه یې بالاخره خپل وطن ته د راګرځیدو پرېکړه وکړه

قاسم اروپا ته د رسیدو لپاره ستر مالي او فزیکي زیان وګاله. د غاښونو د طب دغه پخواني زده کوونکي، په دې سفر د خپلې کورنۍ له پیسو څخه (۱۱۰۰۰) ډالر ولګول. هغه د ایران، بلغاریا او صربیا له لارې شاوخوا ۴۰۰۰ مایله پیاده مزل وکړ چې بالاخره د یونان اتن ښار ته ورسیده

که څه هم د هغه اصلي پلان دا و چې جرمني ته سفر جاري وساتي، خو هغه خپل سفر په داسې اروپايي هیواد کې پای ته و رساوه چې په خپله د بیکارۍ له لوړې کچې سره مخ دی. هغه (NBC) ته ویلي: (( اتن ډیر بد دی. ما په یونان کې د خوب ځای نه درلود او ما پیسې نه لرلې چې خوراک پرې وکړم. ))

لکه د ګڼو نورو ناقانونه کډوالو په څير، هغه مجبور و چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره غیر اخلاقي کارونه وکړي: (( موږ ډیر شرمیدو، موږ همجنسبازه نه وو، زموږ نه خوښیدل چې دا کار وکړوکه چیرې ته په کوڅه کې ژوند وکړي، نو مجبور یې هغه څه وکړې چې درنه غوښتل کیږي. ))

قاسم ډیر ځله د یونان پریښودلو کوښښ وکړ، هغه جعلي او غلا شوی پاسپورټ و کاروه، خو دا کوښښونه یې ناکام و. هر ځل به پولیسو نیوه.

د قاسم لپاره ډیر بد حالت په تیر اوړي کې و، کله چې هغه د پنځه کسیزې ډلې لخوا تر برید لاندې راغی. هغوی دی وواهه، ژامه یې ور ماته کړه او د اتن  په کوڅو کې یې په وینو ککړ پریښود.دا نو هغه وخت و چې هغه پرېکړه وکړه چې نور باید خپل کور ته راستون شي

هغه د کډوالو لپاره د نړیوالې ادراې (IOM) دفتر ته ولاړ چې په رضا کاره توګه د راتګ لپاره مرسته ترلاسه کړي. هغه ته د یونان  حکومت او اروپايي ټولنې لخوا کابل ته د ور ګرځیدو په موخه ( ۱۷۰۵) ډالر ورکړل شول.

درې میاشتې مخکې، له کله نه چې دی افغانسان ته راستون شوی دی د خپلې سترې غلطۍ او شرم احساس کوي. کورنۍ یې نپوهیږي چې ولې بیرته راګرځیدلی. هغه ویلي: (( دوی رانه پوښتي چې ولې پرته له هیڅ ډول کار کولو افغانستان ته بیرته راغلې.))

له ۲۰۱۶ کال راهیسې، ( 2.4) میلیونه افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي، ځینې په رضاکار ډول او ځینې په زور.

په کابل کې افغان کډوالو ته د مشورو ورکولو او د هغوی د ملاتړ ادارې، یو کارکوونکي عبدالغفور ویلي چې ډیری وخت خپلوان هڅه کوي پوه شي چې ولې کډوال بیرته افغانستان  ته راستنیږي

افغانستان ته د کډوالۍ د بیرته راګرځیدو چارو ماهره لیزا سچیسټر (Liza Schuster) په دې اړه تشریحات  ورکړي. هغه وايي چې کورنۍ، اروپا ته د کډوالو لیږلو لپاره، ډیری وخت د پام وړ مالي قرباني ورکوي. کله چې کډوال د کډوالۍ په هڅو کې له ناکامیدو وروسته  بیرته راستنیږي، نو دوی غصه کیږي.

TMP – 15/04/2019

Photo credit: Alexandros Michailidis / Shutterstock

د کډوالو یوه کورنۍ چې په ویکټوریا څلور لاري کې استوګنه ده، چیرته چې کډوال په موقت ډول  په اتن کې اوسیږي.

یونان، سپتمبر ۲۲، ۲۰۱۵