٢٠١٩ کال کې د ترکيې د ساحلي ساتونکو لخوا تر ٥٥٠٠٠ ډېر کډوال درول شوي دي.

ترکيې، یونان ته د ناقانونه کډوالو له ورتګ څخه د مخنیوي لپاره هڅې پیاوړې کړي دي. په ٢٠١٩ کال کې له ترکیې، یونان ته د ناقانونه کډوالو د تګ لپاره هڅې پیاوړې شوي او دا کړنه د دې لامل شوې چې د ترکیې ساحلي ساتونکي خپلې ګزمې پراخې کړي.

له جنوری میاشتې راهیسې د ترکي چارواکو لخوا په سیند کې ٥٥٨٠٦ کډوال ایسار شوي دي. سږکال د ترکیې د ساحلي ساتونکو د قومندانۍ لخوا د خپور شویو راپورونو پر بنسټ: ساحلي ساتونکو د لارې په اوږدو کې٧٦ قاچاق وړونکي نیولې دي او په ١٦١٥ برخو کې هغه کډوال ونیول شول، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له اژې سیند څخه تېر شي.

د اژې سیند د ناقانونه کډوالۍ تر ټولو وژونکي لار ګڼل کېږي. ٢٠١٥ کال کې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ له شوې هوکړې راهیسې، یاد هېواد د ځمکې او په تېره بیا د بلغارستان له پولې، اروپا ته د ناقانونه کډوالو له تګ څخه د مخنیوي لپاره پوځي هڅې ډېرې کړي دي.

یوازې تېره اوونۍ په ټوله ترکیه کې تر ٣٧٠٠ ډېر ناقانونه کډوال درول شوي دي. د دوی ١٤٧٥ کسان يې له یونان او بلغارستان سره د ترکيې پولې ته نږدې په ادیرن ولایت کې او ١٥٢٥ یې په مولا، کاناکله، ازمیر، بالکسسیر، مرسین او آیدین ولایتونو کې درول شوي دي.

د دسمبر میاشتې په لومړیو کې د ترکيې په شمال لویدیځ کې ٢٤٧ ناقانونه کډوال د ساحلي ساتونکو لخوا د ګزمې په مهال ونیول شول. ډېری دغه کسان د افغانستان، سوریې او عراق اوسېدونکي دي، چې د پناه غوښتونکو ولایتي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

له ٢٠١٩ کال څخه تر اوسه کابو ٣٣٧٠٠٠ کډوال اروپا ته د رسېدو په هڅه کې نیول شوي دي. په داسې حال کې چې په ٢٠١٨ کال کې ٢٦٨٠٠٠ کسان نېول شوې وو. یونان اروپا ته د کډوالو د تګ لپاره په پېژندل شوې دروازې بدل شوی دی.

خو په نا مناسب شرایطو کې مېشت کېدا، د وهلو ډبولو ادعاوې او ترکیې ته په جبري ډول شړلو د بشر دوستانه بنسټونو اندیښنې رامنځ ته کړي .

TMP – 10/12/2019

انځور له: شټرسټاک/ ډیپرسپیس

د انځور عنوان: ٢٠١٩ کال د اکټوبر ١٨ – ترکیه، د اژې سیند : په سمندري برخو کې کډوال او پناه غوښتونکي له اژې سیند څخه تر تېریدو وروسته له ترکیې د یونان لسبوس ټاپو ته رسېږي.