بیرته راستنیدونکي اروپا ته خپل صدمه لرونکی سفر یادوي

سربیره پر دې چې خپل ژوند یې په خطر کی اچولی وو چې اروپا ته ورسیږي، میران ګاردی، ځوان کرد مهاجر‍‍‍، بیا هم فیصله وکړه چی بیرته کردستان کې خپل کور ته راشی. مهاجرتي پروژی له میران سره د اروپا په لور د خطر لرونکي سفر او دا چې ولی یی د اروپا خوب پرېښود، په اړه خبرې وکړې.

میران د ډیرو نورو ځوانو کردانو په څیر په غیرقانوني توګه اروپا ته مهاجرت لپاره د قاچاقبرانو په دروغي وعدو، او هغه غلطو مفکورو او افسانو لخوا چې په انټرنټ کې انځور شوې وې هڅول شوی وو. د 2015 کال د اګست په وروستیو کې، 20 کلن میران خپل سفر د ایبریل څخه د ترکیې په لور شروع کړ تر څو جرمنی کې پناغوښتنه وکړي.

میران د قاچقبرانو یوې شبکې ته پیسی ورکړی تر څو اروپا ته ورسیږی. هغه یادونه وکړه، ټول قاچاقبران په شبکه کې کار کوي. د کوم قاچاقبر سره چه زه په اړیکه کی وم هغه په جرمنی کی اوسیده، مګر هغه له ترکي قاچاقبرانو سره په اړیکه کې او چا چې مونږ بل قاچاقبر ته په بلغاریه کې وو تسلیم کړو او هغی بل ته په سربیا کی.

میران خپل ډارونکی سفر په یاد لري، هغه وایی مونږ له نه تصور کیدونکي حالاتو تېر شو مخکې له دې چې جرمني ته ورسیږو. په درواغو وعدو خوشحاله میران ته قاچاقبرانو ویلی و چی ګویا دی به اروپا ته د بس په واسطه رسیږی او دوی به یوازې یو څو ساعته پیاده مزل کوي، ‌مګر حقیقت بل څه و.

مونږ له پنځوسو ساعتو څخه ډير د پښو مزل وکړ تر هغې چی اروپا ته ورسیږو. مونږ د بلغاریی له ځنګلونو په خټو او بارانونو کې پیاده تېر شو. دوه ځلی په بلغاریا کې د پولیسو لخوا و نیول شو. هغوی وهل راکړل، پیسی یی را څخه واخیستې او بیرته یی د ترکیی هیواد پولی ته ولیږلو، هغه وویل.

بلاخره میران وتوانید چی جرمنی ته ورسږی او د پنا غوښتنه یی وکړه، لکن هغه ډیر ژر وپوهید چی په اروپا کې به داسی هوسا ژوند به و نلری کوم چی ده یی تصور کړی وه.

په جرمني کې خلک ښه وو، مګر په داسې یو هیواد کې چې یواځې انتظار باید وکړی، هلته دندې نشته، کورنۍ نشته، پیسی نشته ، او د هغه ټولو شیانو په اړه فکر وکړې چې خپل کور کې مو درلودل نو هېڅ امکان نشته چې یو څوک په ​​څیر پاتې شي.

میران د ۶ میاشتو لپاره په جرمنی کی پاتی شو او هیله یی لرله چی شاید حالت ښه شی د پنا غوښتونکو لپاره مګر د خطر او  درد لرونکي سفر کولو باوجود میران مجبور شو چی خپل هیواد ته راستون شي.  د ۲۰۱۵ کال راهیسی تقریبا ۹۰۰۰ عراقیان د دمهاجرت نړیوالی ادری د بیرته راسنیدو پروګرام  له طریقه په رضاکارانه توګه خپل هیواد ته راستانه شوي.

نن ورځ میران په کردستان کې د سیاحتي ټرانسپورټ سوداګرۍ چلوي. هغه د مهاجرت پروژې ته وویل چې هغه ارمان کاوه د هغه ۷۵۰۰ ډالر چې  قاچاقبر ته یی ورکړل، پانګه کړي یی وای  او خپل کاروبار  ته یی وده ورکړې وه. د مالي زیان باوجود، هغه خوښ دی چې بیرته کردستان ته راغلی. “ما پریکړه وکړه چې بیرته راشم او دلته یو ښه راتلونکې جوړ کړم. ما ته خپله کورنۍ یادېده. زه د ډیرې اوږدې مودې لپاره یوازې نشوم پاتې کیدی. ”

TMP – 08/03/2019

مهاجرین د ډیرو ترانزیتی هیوادونو څخه تیریږی تر هغې چی اروپا ته ورسیږی