له ناکامې مهاجرتي هڅې وروسته، راستنیدونکی اوس هم د قاچاقبر پوروړی
احمد ګوران، یو کردی مهاجر، سخته فیصله وکړه چی خپله ښځه او دوه ماشومان په جرمني کې د ښو فرصتونو د تلاش په هڅه په عراقي کردستان کې يی پریږدي. وروسته له ډیرو ناکامو مهاجرتي هڅو هغه پریکړه وکړه چی بیرته کور ته ستون شي. احمد د مهاجرت پروژې ته د خپل ګران بیه او بې نتیجې هڅې په اړه وویل.
یو نفر هیڅکله د هغه نعمتونو په ارزښت نه پوهېږي چی تر څو یی له لاسه ورنکړي. زه غواړم چی خلک پر دې پوه شي، احمد وویل، د خپل ذهني فشار راوړونکي تجربه په اړه په خبرو کی. ما دلته هر څه درلودل. که څه هم کامل نه وو، لکن ما یو روزګار درلوده. زه ددې هر څه په قدر نه پوهیدم تر هغې چې له لاسه مې ورکړل، احمد ادامه ورکړه.
لکه د نورو مهاجرینو په څېر احمد هم یو خطرناکه لاره باندې جرمني ته د رسیدو کوښښ وکړ. هغه قاچاقبر ته پېسې ورکړې چی د تورکیی، یونان، میسیډونیا، سېربیا، مجارستان، بوسنیا او کرواسیا له لارې یې ورسوي.
احمد وویل چی قاچاقبر به د هر ناکامې هڅې وروسته د نورو پېسو غوښتنه کوله.
هر ځل به چې ونیول شو، نو قاچاقبر به ژمنه کوله چی هغه بله لاره به تر دې ښه وي. او همداسې مونږ له یو هېواد نه بل هېواد ته تېښته او بیا هلته نیول کیدل، وهل ټکول، اخطارونه، او همداسې بیا ناکامیدل.
قاچاقبر د احمد د پیژندګلوۍ ټول اسناد د سفر په شروع کې اخیستي وو.
له مونږ سره هېڅ اسناد نه وو. ما له ۳۲ ساعتونو هم ډیر مزل وکړ. هغوی مونږ له یو قاچاقبر څخه بل قاچاقبر ته وپلورلو. په ځنګلونو کې مو هم ورځې تېرې کړې. بعضې ورځې به مو ټوله ورځ کې یو ځل خوراک کاوه او ځینې هېڅ د څښاک اوبه هم نه پیدا کیدې، احمد وویل.
احمد وایی قاچاقبر ورڅخه ۷۰۰۰ ډالر غوښتي وو تر څو اروپا ته یی ورسوي. ورته یی ویلي وو چی نیمې یی له سفره وړاندې ورکړي او نیمې یی چی کله جرمني ته ورسیده. لکن، احمد اوس هم د قاچاقبر پوروړی ده ځکه چی خپله یی فیصله وکړه چی راوګرځي، اوس نو باید ۱۸۰۰ ډالر ورکړي.
وروسته له ډیرو ناکامو مهاجرتي هڅو، احمد فیصله وکړه چی کور ته رستون شي. احمد له سیربیا څخه ايبریل ته راستون شو د مهاجرینو نړیوال سازمان د رضاکارانه راستنیدونکو مهاجرینو پروګرام له طریقه وروسته له ۶ میاشتو هڅو چی ځان اروپا ته په غیر قانونی توګه ورسوي. له ۲۰۱۵ راهېسې له ۹۰۰۰ زره څخه زیات عراقي وګړي چی په جرمني کی اوسیدل بیرته د مهاجرینو نړیوال سازمان د رضاکارانه راستنیدونکو پروګرام له خوا راستانه شوي.
د مهاجرینو نړیوال سازمان په مرسته احمد اوس له خپل ورور سره د موټر چلونی په یوه مکتب کې په ایبریل کې کار کوي، که څه هم مؤقتي وظیفه ده.
د مهاجرینو پروژې له احمد څخه وپوښتل ایا بیا هڅه کوي چی په غیر قانوني توګه اروپا ته ځان ورسوي. هغه ځواب کی وویل چی هیڅکله به بیا دا کار ونکړي، او حتا د فامیل نور غړي یی له دې اشتباه تکرارولو منع کړي.
احمد وویل چی هغه به قانوني او خوندي لارې چارې ولټوي تر څو اروپا ته ځان ورسوي. هغه وویل، زه یقینا غواړم اروپا ته ولاړ شم، ما د خپل ځان او فامیل لپاره د ویزې درخواست هم جمع کړی. زما په اند د ویزې لپاره انتظار ډیر ښه او محفوظ انتخاب ده په قاچاقبرو باندې د اعتبار کولو په برتله.
TMP – 03/03/2019
د عکس کریډیټ:غیرقانوني کډوال ممکن په اروپا کې د چارواکو له خوا ونیول شي که چیرې دوی سم اسناد ونه لري.
دا مقاله شریکه کړي