ژوند په انګلستان کې
باید د یوه ناقانونه کډوال په توګه انګلستان ته د سفر په اړه فکر وکړې. ځکه چې انګلستان لومړی اروپايي هیواد نه دی چې ته ترې تیریږې؛ته د دې مستحق نه یې چې دلته د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړې، ته به باید دا کار هغه اروپايي هیواد کې وکړې چې لومړی ورته داخل شوی یې.
که ونشې کولای چې د پناه غوښتنه وکړې او انګلستان ته ناقانونه داخل شې، پرته له دې چې بندر کې چیک شې، نو تاته به د دې اجازه درنکړل شي چې انګلستان کې ژوند او کار وکړې. او ته به د انګلستان حکومت د مرستو وړ ونه ګڼل شې.
ناقانونه کډوالو ته د کار اجازه نشته، که چیرته پرته له جوازه کار واخلي، نو دوی به د کار له بې انصافه مالکانو سره وي. معمولا، دوی نشي کولای دومره پیسې ترلاسه کړي چې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. هغه کډوال چې د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړي، معمولا تر هغې د کار اجازه نلري چې اسناد یې نه وي څیړل شي.
که چیرې اوس غواړې چې انګلستان ته غیر قانوني مهاجرت وکړې، نو همدا نن له موږ سره تیلفوني اړیکه ونیسه چې د ناقانونه کډوالۍ د بدیل او په انګلستان کې د ژوند د واقعیتونو په اړه ډیر څه زده کړې.