په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه
د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه کډوالو د شړلو په غبرګون کې مظاهره وکړي.
له فرانسې څخه کډوال شړل کیږي،یا رد شوي پناه غوښتوونکي خپلو وطنونو ته ګرځول کیږي او یا کډوال د ډوبلین مقرراتو له مخې، هغه اروپايي هیواد ته لیږل کیږي چې لومړی ځل ور داخل شوي وي.د ډوبلین مقررات د اروپايي ټولنې د ټولو غړو لخوا لاسلیک شوي، دا له کډوالو غواړي چې په هغه لومړني اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره درخواست وکړي، چې لومړی ځل ور داخلیږي.
مظاهره کوونکیو د فرانسې له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی قانوني حالت تضمین کړي او اجازه ورکړي چې خپلې کورنۍ هم فرانسې ته راولي. په ټویټر کې نشر شوي عکسونه ښيي چې نږدې ۵۰۰ کډوال د چارلیس ډی ګوالي (Charles de Gaulle) هوايي ډګر په دویم ترمینل کې راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول چې له لسو ډیرو د بلوا ضد مجهزو پولیسو بیا د دوی فعالیتونه څارل.
مظاهره چیانو د ( هر یوه ته اسناد) شعارونه ورکول. دا مظاهره د کډوالو د ملاتړ ګروپ (La Chapelle Debout) لخوا تنظیم شوې وه.
د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال تر منځ د شړل کیدو شمېره ۲۰ ٪ لوړه شوې ده. د کورنیو چارو وزیر کریستوپ کاسټنر (Christophe Castaner) په حواله، په دغه موده کې (۱۴۸۵۹) کسان شړل شوي دي.
په یوه رسمي بیانیه کې راغلي چې لاریون کوونکیو د فرانسې له لومړي وزیر ایډوارډ پیلیپي (Edouard Philippe) سره د ملاقات غوښتنه کوله چې د پناه غوښتنې د کړنلارې په اړه ورسره بحث وکړي. دوی همدارنګه د فرانسې د هوايي چلند له استازو سره د ملاقات غوښتنه کوله چې له هغوی خواست وکړي چې د کډوالو په شړلو کې هر ډول مالي، مادي، لوجستیکي، او سیاسي مشارکت بند کړي.
د (Le Parisien ) راپور په حواله؛ د فرانسې هوايي چلند یوه پلاوي بیا وروسته له دې ډلې سره وکتل او وه یې ویل: چې د دوی شکایت به د مدیریت لپاره ریپورټ کړي. په مظاهره کې برخه اخیستوونکیو کډوالو ګواښ وکړ چې دا به یې وروستی ځل نه وي. هغوی ویل: (( موږ د فرانسې هوايي چلند په نښه کړی او په تعقیب به یې نور اقدامات هم وکړو.))
مظاهره کوونکیو ترمینل وتړه، خو د هوايي ډګر عملې (Aeroports de Paris) وویل چې پر هیڅ الوتنې یې اغیز ونکړ.
TMP – 10/06/2019
Photo credit: Collectif La Chapelle Debout/Facebook
Photo caption: د فرانسې د پاریس چارلیس ډی ګوالا هوايي ډګر کې د کډوالو لاریون
دا مقاله شریکه کړي