د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په هڅه کې وه. په دغه بیړۍ کې نهه کډوال سپاره وو. دغه اته  نارینه او  یو ماشوم چې ځانونه یې ایرانیان معرفي کړي، فرانسې ته ګرځول شوي دي.

د فرانسې د ګزمې بیړۍ، دغه کښتۍ د کالایس ساحل په شاوخوا ۲۵ کیلومترۍ کې په نښه کړه. دغه کډوال راوړل شول او سرحدي مقاماتو ته  وسپارل شول. دا ماشوم له سړې تبې کړېده.

په یوه بیانیه کې چې د ځايي سرحدي ګزمې لخوا نشر شوې راغلې: (( The maritime prefect of the Channel and the North Sea کډوالو ته خبرداری ورکړی چې له چاینل څخه تیر نشي، دا د نړۍ له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه ده؛ نو ځکه انساني ژوند ته خطر دی.))

د ۲۰۱۸ کال له اکتوبر راهیسې، د هغو کډوالو شمیره لوړه شوې چې هڅه کوي له انګلش چاینله واوړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه لاره خطرناکه ده، په دې لاره د کښتیو ګڼه ګوڼه ده، قوي څپي لري او د تودوخې درجه ټیټه ده. کډوال همدارنګه هڅه کوي چې په هغو لاریو کې ځانونه ځای پر ځای کړي چې د چاینل تونل (Channel Tunnel) له لارې د انګلستان سرحدونو ته ځي.

ډیری کډوال قاچاقبرو ته د دې لپاره ډیرې پیسې ورکوي چې انګلستان ته یې په ناقانونه توګه داخل کړي. د انګلستان د ملي جرایمو ادارې (UK National Crime Agency (NCA)) ویلي چې په کیمپونو کې لکه کالایس او د هغه شاته، منظم جرمي ګروپونه فعال دي. دوی حتی له رقیبو ډلو سره په ګډه کار کوي چې د ناهیلو کډوالو پیسې لوټ کړي. اټکل کیږي چې بېوسه کډوال قاچاقبرو ته  آن تر ۱۳۰۰۰پاونډه پورې ورکوي چې انګلستان ته یې داخل کړي

راپور کې راغلي چې د سرحدونو کنټرول د هغو کډوالو په نیولو او مخنیوي کې مرسته  کوي چې هڅه کوي انګلستان ته  په ناقانونه توګه داخل شي، د انګلستان، فرانسې او بلجیم ترمنځ د توافق د یوې برخې په توګه مخکې له دې چې دوی د یو بل له پولو واوړي او په کښتیو یا ریل ګاډو کې کښیني، باید ونیول شي.   

د ډوبلین مقرراتو له مخې، کډوال یوازې په لومړي اروپايي هیواد کې چې ور داخلیږي، د پناه غوښتنې درخواست کولای شي. د جنوري راهیسې، انګلستان له ۳۰ ډیر کډوال بیرته فرانسې او د اروپايي ټولنې نورو غړو هیوادونو ته ورګرځولي دي.

همدارنګه د انګلش چاینل دواړو غاړو ته د سختو امنیتي تدابیرو له کبله، برتانوي مسوولینو پر انساني قاچاقبرو ساحه تنګه کړې ده. په وروستیو میاشتو کې په لسګونو انساني قاچاقبر په بې احتیاطۍ سره د انسانانو ژوند په خطر کې د اچولو او په  ناقانونه توګه انګلستان ته  د هغوی  داخلولو ته د اسانتیاو برابرولو په جرم زنداني کړي دي. دا خبره د انګلستان د ملي جرایمو ادارې کړې ده.

TMP – 03/06/2019

Photo credit: French Coast Guard (Gendarmerie maritime)

Photo caption: د عکس تشریح: د نهو ایراني کډوالو د ژغورنې لپاره  د فرانسې سرحدي ګزمه (Cape Gris-Nez)د عملیاتو په حال کې. ۲۰۱۹می ۱۹