د یوه افغان کډوال په توګه اروپا کې ژوند
ډېری ناقانونه کډوال د غوره راتلوونکې لپاره اروپا ته خپل سفر پیل وي. خو حقیقت بل ډول دی او دېری کډوال د هغو ننګونو په اړه خبر نه دي، چې اروپا ته په رسیدو سره، ور سره مخ کیږي. په اروپا کې د یوه کډوالو او ناقانونه پناه غوښتونکي په اړه دلته ډېر معلومات ولولئ.
د پناه په لټه کې ( پناه جو) هغه کس دی، چې له خپل هېواد څخه د ځورونې او زیان له امله تښتي او په یوه بل هېواد کې د نړۍوال خوندیتوب او د پناه غوښتنې وضعیت لپاره غوښتن لیک ورکوي. د پناه په لټه کې ( پناه جو) او نورو مهمو مفهمونو په اړه ډېر زده کړئ.
په ټوله اروپا کې د پناه غوښتنې بهیر توپیر لري، چې په هر هېواد کې په ملي قوانینو پورې تړاو لري. خو د اروپايي ټولنې قانون کې ویل شوي، چې د یادې ټولنې غړي باید د کډوالو حقوق خوندي کړي. دا په دې مانا ده، چې د هر اړمن لپاره باید د پناه غوښتنې عادلانه غوښتن لیک تضمین شي او هېوادونه دوی ته د استوګنې او نورو ضروري توکو برابرولو ته اړ دي. ځینې وخت کډوال کوپُن تر لاسه کوي او ځینې وخت هم نقدې پیسې.
دوبلین چې د اروپا یو قانون دی، داسې مانا ورکوي، هغه هېواد د کډوالو مسوولیت په غاړه لري، چې دوی د لومړي ځل لپاره یاد اروپايي هېواد ته وردننه شوی وي.
دا په دې مانا ده، که کډوال یوه اروپايي هېواد ته رسیږي او وروسته بل هېواد ته ځي، بېرته هغه هېواد ته ستنېږي، چې د لومړي ځل لپاره هلته تللي وو. د دوبلین قانون همدارنګه داسې مانا ورکوي، چې پناه غوښتونکي د دې حق نلري، هغه هېواد د مېشت کیدو لپاره وټاکلي چې په کې اوسیږي او یا د دوي د پناه غوښتن لیک څیړي.
د پناه غوښتنې بهیر کیدای شي، ډېر وخت ونیسي. په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه غواړي، چې د پناه غوښتن لیک په ۶ میاشتو کې حل کړي. خو کله چې غوښتن لیکونه ډیر وي، دغه موده هم غځیږي.
د پناه غوښتن لیک کیدای شي کړکیچن او ستونزمن وي. په داسې حال کې چې ځینې غوښتن لیکونه بریالي وي، خو یو شمېر نور غوښتن لیکونه رد کیږي او دا په دې مانا ده، چې دوی د هغه هېواد خوشې کیدو ته اړ کیږي، چې د نړۍوال خوندیتوب غوښتنه یې کړې وه. ځینې وخت، دوی خپل اصلي هېواد ته د ستنېدو تر مودې پورې، بندخونو کې ساتل کیږي. د هغو پناه غوښتونکو غوښتن لیک چې رد کیږي، حق لري، څو د دې پریکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړي. هغه کسان چې منل کیږي، د مېشت کیدو اجازه تر لاسه کوي او دوی ته تر یو معیاد پورې د کار کولو اجازه ورکوي.
اقتصادي کډوال د خپلې اقتصادي راتلوونکې د ښه کیدو په موخه نورو هېوادونو ته سفر کوي. دوی د پناه لپاره اړمن نه پېژندل کیږي او که په ناقانونه توګه اروپا ته وردننه شي، په اروپا کې د پاتې کیدو مستحق هم نه دي. ډېری اقتصادي کډوال اروپا ته سفر کوي، ځکه داسې فکر کوي، چې هلته به ډېرې پیسې تر لاسه کړي، خو وروسته بیا د دندې موندلو او د خپلې کورنۍ د مالي تمویل لپاره له ستونزو سره مخ کیږي.
که څه هم یو شمېر کډوال بهرنیو هېوادونو کې د دندې په موندلو کې بریالي دي، خو یو شمېر نور بیا د کار بازار ته په لاسرسي کې له ننګونو سره مخ کیږي.
د اروپا د کار بازار ډېر رسمي دی. د کار موندونکي باید رسمي اسناد لکه: پاسپورټ، ډیپلومونه او د کار ویزه ولري، څو دنده ومومي. که شرکتونه داسې کس په دنده وګوماري، چې د کار اجازه نلري، ناقانونه کړنه ده. د قانون د پلې کېدو ځانګړې سرچینې شتون لري، چې په دوام لرونکې ډول شرکتونه څاري، څو هغه کسان چې د کار کولو سند نه لري، په دندو ونه ګوماري.
په ځینو اروپايي هېوادونو کې د بېکارۍ کچه لوړه ده، په ځانګړې ډول د تجربه لرونکو ځوانانو لپاره. کله هم کډوال د اروپا بازارونو ته د لاسرسي لپاره اړینې وړتیاوې نه لري او بهرني تحصیلي اسناد د کار ورکوونکو لخوا نه منل کیږي. د دندې موندلو لپاره دا اړینه ده، چې د مقصد هېواد په ژبه خبرې او لیک لوست مو زده وي، ان هغو کډوالو ته هم د کار موندل ستونزمن دي، په کومو هېوادونو چې بېکاري کمه ده.
که څه هم المان پیاوړی اقتصاد لري، خو په ۲۰۱۸ کال کې ۵ سلنه بېکاري پکې شتون درلوده او د بهرنیانو لپاره دغه کچه ۴۰ سلنه وه.
.
که څه هم کډوال اروپا کې له دندې د خپل اصلي هېواد لکه افغانستان په پرتله، ډېرې پیسې تر لاسه کوي، خو د ژوند کولو لګښت خوار ډېر دی. د استوګنې، ترانسپورټ او خوړو په څېر د ورځیني ژوند لګښت لوړ دی. د بیلګې په ډول:په ۲۰۱۸ کال، بریټانیې کې په یوه اوونۍ کې د کورنۍ منځینۍ لګښت ۷۳۰ ډالرو ته رسیدو. د ناقانونه کډوالۍ د مالي ګواښونو (خطرونو) په اړه ډېر پوه شئ.
هغه مهال چې اروپا کې د یوې دندې تنخواه د کډوالو هېوادونو په پرتله لوړیږي، نو په اروپا کې د ژوند کولو لګښت هم خورا ډېر دی. اورپا کې ورځینی لګښت لکه: د کور، ترانسپورټ او خوړو لګښت پراخ دی. د بېلکې په ډول: ۲۰۱۸ کال کې یوې کورنۍ په اوونۍ کې په منځني ډول ۷۳۰ ډالره لګښت درلود.
د ناقانونه کډوالۍ د مالي ګواښونو په اړه ډېر پوه شئ.
د اروپایې ټولنې د قانون له مخې: د پناه غوښتونکو لپاره کور برابر کیږي. که څه هم د استوګنځای کولای شي، ځینې مالي فشارونه اسانه کړي، خو هغه کډوال چې کور کې ژوند کوي، له نورو ننګونو سره مخ کیږي. ځینې وخت کډوال د ژوند لپاره هیڅ ډول ټاکنه نلري او تل له یوه ځایه بل ځای ته لیږدول کیږي.
کله هم دوی کوربه هېواد کې له کورنۍ او ملګرو لرې پرتو سیمو ته استول کیږي. په پایله کې ډېری کډوال د منزوي کیدو حس کوي. یو ځل چې کډوال د پناه غوښتنې وضعیت تر لاسه کړي، دوی د کډوالو په مرکزونو کې د استوګنې حق له لاسه ورکوي او اړ کیږي، چې په خپله کور برابر کړي.
ناقانونه کډوال د کور ورکړې په شرایطو برابر نه دي. په دې مانا چې دوی په خپله باید اروپا ته په رسېدو سره، ځان ته استوګنځای ومومي، ځکه یو شمېر اروپايي هېوادونه د کورونو له کموالي سره مخ دي. کډوال باید خصوصي املاک په کرایه ونېسي. دا کورونه لوړ دي او کولای شي کډوال د هغو کسانو لخوا زیانمن کړي، چې کورونه یې زاړه دي او په لوړه بیه یې کرایه ورکوي.
ګڼ شمیر کډوال اروپا کې ګواښمنې لارې ټاکي، چې روغتیا او خوندیتوب یې له خطر سره مخ کیږي. ډېری ناقانونه کډوال او پناه غوښتونکي، اروپا ته له رسېدو وروسته، روغتیايي چوپړتیاوو او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
مهاجرین او ناقانونه ګډوال په ګڼو اروپايي هېوادونو کې له روغتیايي محدودیتونو سره مخ کیږي. د دوی هغه مهال درملنه کیږي، چې د یوه ډاکټر لخوا ژوند یې له ګواښ سره مخ وبلل شي. له هغه پرته باید د روغتیايي چوپړتیاوو په بدل کې پیسې ورکړي.
د اروپا پوهنتونو کې زده کړه وړیا نه ده. کیدای شي، ځینې کډوال د وړیا بورسیو په شرایطو برابر وي، چې په اروپا کې د دوی زده کړې لامل شي، خو نور نشي کولای اروپايي پوهنتونونو کې لوړ فیس پرې کړي.
دا کړنه د کډوالو لپاره زده کړه ستونزمنه کوي. په پایله کې ګڼ شمېر کډوال د خپل ځان د تمویل لپاره د پیسې موندنې په برخه کې له ننګونو سره مخ کيږي. د قانوني او امن لارې په اړه ډېر پوه شئ.
هغو کډوالو چې په خپل هېواد کې زده کړې کړي، باید خپل رسمي سندونه له تحصیلي بنسټونو راوړي، څو ثابته کړي، چې د دندې په شرایطو برابر دي. ځینې کار ورکوونکي بهرني سندونه نه مني، خو کډوال کولای شي، چې د پیسو په ورکړې سره، هغه وژباړي، څو په اروپا کې معتبر شي.
له اروپايې ټولنې سره ادغام کیدای شي ستونزمن وي، په داسې حال کې چې یو شمېر کډوالو اروپا کې خپل نوې ژوند منلی، خو یو شمېر نور د ژبني او فرهنګي توپیر له امله د یو ځای کیدو(ادغام) لپاره ستونزه پیدا کړي، چې دا مسله د سیمه ییزې ټولنې لخوا، د توپیر(تبعیض) لامل کیږي. ډېر کورنۍ له نوې فرهنګ سره د ادغام په برخه کې ستونزې لري، په داسې حال کې چې د خپل هېواد فرهنګي دودونه یې خوندي ساتلې وي.
یو شمېر کډوال کله چې د مېشت کیدو اجازه تر لاسه کوي، تمه لري، چې خپله کورنۍ اروپا ته ولیږدوي. که څه هم ځینې دغه غوښتنې بریالی کیږي، خو له کورنۍ سره یو ځای کیدل اوږد او کره پړاو لري. له خپلې کورنۍ سره د بیا یو ځای کېدو په اړه ډېر زده کړئ.
شونې ده ځینې ناقانونه کډوال، اروپا کې د چارواکو لخوا ونیول شي او بېرته خپل اصلي هېواد ته وشړل شي، ځکه دوی د پناه غوښتنې په شرایطو برابر نه دي او له معتبرې ویزې او سند پرته، اروپا ته وردننه شوي دي. افغان حکومت او اروپايي ټولنې داسې هوکړه لاسلیک کړې، چې اروپايي ټولنې ته اجازه ورکوي، څو د غیر داوطلبانه ستنېدو په ګډون رد شوې پناه غوښتونکي، بېرته افغانستان ته ستانه کړي. تر دې هوکړې وروسته، ګڼ شمېر کسان په جبري ډول افغانستان ته وشړل شول.
په ټولنه کې یو ځای کیدل(ادغام) د راستنېدونکو لپاره ستونزمن دی په ځانګړې ډول دا چې دوی په اروپا کې ډېر وخت تېر کړی وي او ځینې کډوال شونې ده، له تبعیض سره مخامخ شي.
هغه مهال چې د ناقانونه کډوالۍ هڅې ناکامه شي، کډوال د پیښمانۍ احساس کوي. دوی وايي: چې خپلوان یې د نا بریالي سفر په مهال د پیسو او وخت د بې ځایه لګښت له امله په غوصه دي.