دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول.

له دغو دوو کسانو څخه لومړی یې د دویم لاس ( مستعمل ) کښتیو مالک و، دا په دې جرم چې ۳۹ هغه بیړۍ چې پړسول کیږي، پر کډوالو پلورلې وې او هغوی ورڅخه له انګلش چاینل څخه په تیریدیو کې استفاده کوله. د ایمانویل ډیسیروکس (Emmanuel Desreux) په نوم دغه ۴۵ کلن په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو، دی د روان میلادي کال د می په ۲۴مه، په ۱۸ میاشتې اضافي تعلیقي بند هم محکوم شوی دی. ویل کیږي چې د کبانو د ښکار ځینې دغه بیړۍ غلا شوې وې. ډیسیروکس سره د نیول کیدو په مهال ۱۴۰۰۰ ایرو هم موندل شوي.

په دې اړه پولیسو خپلې څیړنې په جنوري کې هغه مهال پیل کړې چې دوی څلور ایرانیان او دوه فرانسوي ټکسي چلوونکي کالایس ته نږدې د ویمیروکس په ساحل کې ونیول. له نیول شويو کسانو څخه ترلاسه شویو معلوماتو پولیسو ته د بلجیم سرحد ته نږدې  د دولمونت ښار ګوټي په ډیزیروکس سیمه کې د کښتیو د ساتلو ځای هم وښوده.

بیړۍ پلورونکی په کالایس کې یوه ټکسي چلوونکي ته کډوال په ګوته کول، دی په دې هم تورن دی چې د شپې لخوا یې ټایرونه او قاچاقبر سواحلو ته لیږدول. جین کلاوډ ډیمیر په محکمه کې ومنله چې شپږ پیرې یې کړي دي. هغه وویل: (( زه راغلم. دوی په بیړه له موټره راښکته شول، بیړۍ، ماشین او د ژغورنې واسکټونه یې واخیستل او له سیمې نادرکه شول. هغه په یوه کال بند تنفیذي او په یو کال بند تعلیقي محکوم شو. ))

د اوبو بوختې لارې، لوړو څپو، او د تودوخې ټیټې درجې، کډوالو ته په کوچنیو بیړیو کې سفر ډیر خطرناک کړي دی، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې په داسې بیړیو کې سفر کوي چې سفر ته مناسبې نه دي. په هرصورت، له دغو مجرمانو څخه یو هم په خپل جرم د پښیمانۍ اظهار نکوي. ډیسریوکس په محکمه کې ویلي: (( هر څه په هوا پورې تړلي دي. کله چې به هوا خرابه وه نو ما به دوی [کډوالو] ته ویل چې وروسته راسړه اړیکه ونیسي. ))

د انګلش چاینل له لارې د تیریدونکیو کډوالو سره د مقابلې لپاره د برتانیې او فرانسې ترمنځ د یوه امنیتي توافق په اساس، فرانسې د سلګونو کډوالو مخه ډب کړې ده او قاچاقبرو ته یې درنه سزا په پام کې نیولې ده.

TMP – 13/06/2019

Photo credit: Gilles Paire / Shutterstock

Photo caption: د فرانسې د ساحل ساتنې کښتۍ او کوچنۍ بیړ