د سربیا- کروشیا پر پوله غیر رسمي کیمپ کې کډوال پراته دي

له سلو ډير کډوال د سربیا- کروشیا تر منځ په سرحد کې د سډ  په ښارګوټي کې په خپل سر جوړ شوی پنډغالي کې اوسیږي؛ دوی وروسته له دې دلته میشت شول چې د سربیا مقاماتو په ښار کې کډوالو ته د هرکلي رسمي مرکز وتړه.

اورګاډي تم ځای ته نږدې دا کیمپ د ځنګل په نوم یادیږي، دا نوم د فرانسې له (ځنګل) کیمپ څخه اخیستل شوی؛ چیرته چې په زرګونو کسان په یوه ځای کې اوسیدل. د فرانسې حکومت دغه کیمپ د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې تخلیه کړ.

د ۲۰۱۶ کال د خزان له موسم راهیسې، چې کله بالکان هیوادونو خپلې پولې وتړلې، له ۱۰۰ ډیر کډوال، چې ډیری یې افغانان وو، په سربیا کې تم شول. پاریس میشتې رسنۍ (World Crunch) د راپور په حواله ډیری نورو یې د پخوانیو له کاره لویدلو فابریکو ته مخه وکړه. اکثریت کډوال هڅه کوي چې له دې کیمپ څخه کروشیا او یا بوسنیا ته لاړ شي.

څلرویشت کلن پاکستانی چې د سډ ښارګوټي په همدې کیمپ کې اوسیږي، وايي چې له (۵۰۰۰) ډیر ډالر یې انساني قاچاقبرو ته ورکړل چې له طالبانو وتښتي، خو تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی چې د کروشیا له سرحدونو تیر شي.

هغه وویل: (( له پنځو میاشتو او لسو ورځو راهیسې دلته یم، غوښتل مې کروشیا ته لاړ شم؛ ځکه چې قاچاقبرو راته ویل چې دا هیواد له بوسنیا ځنې ښه دی.زه دلته د خپل تره له زوی سره یم؛ خو دا به زموږ وروستۍ شپه وي، انشاء الله.))

په دې کیمپ کې هر کډوال له سرحد څخه لږ تر لږه یو ځل د را شړلو تجربه لري.له دوی څخه ځینې یې په دې کیمپ کې له یوه کاله ډیر پاتې شوي او هره اونۍ یو ځل کروشیا ته د تلو هڅه کوي.

د سربیا د یوې نادولتي اداره چی کډوالو سره مرسته کوی د راپور له مخې، ۳۳ سلنه کډوال چې هڅه یې کوله کروشیا ته لاړ شي، بیرته را شړل شوي. ۳۱ سلنه نورو بیا هنګري ته د تګ کوښښ کړی دی.

په سربیا کې د بې پوله ډاکترانو له ډلې سټیپاني مویسینګ ویلي: (( سرحدي پولیس له دوی سره له تاوتریخوالي کار اخلي. دوی ( پولیس) د کډوالو د رواني او فزیکي ټپونو لامل کیږي، چې په دې توګه دغه قربانیان نور هم بې حوصلې کیږي.))

په بلګیراد کې له کډوالو سره د مرسته کوونکې یوې ادارې کار کوونکې سارا ریسټیک وايي: (( شمیرنې ښيي چې سربیا ته داخلیدونکي کسان کم شوي نه دي، ۴۵۶ په اپریل کې را رسیدلي او ۲۵۰ بیا د می په لومړیو دوه اونیو کې. ))

هغې زیاته کړې: (( د بوسنیا په لور د خلکو د ورتګ بهیر یوه نوې پیښه ده، همدارنګه له ایران څخه د سیاحت په ویزه ډیری کسانو را روان دي او له بلغاریا، هنګري او کروشیا څخه را شړل کډوال هم را درومي.))

د بوسنیا د دفاع وزارت د راپور په حواله، په ۲۰۱۸ کال له (۲۲۸۰ ) کډوالو څخه ،چې هڅه یې کوله له سرحده تیر شي، ۱۹۶۷ یې د مسوولینو لخوا نیول شوي دي.

TMP – 09/08/2018