په ۲۰۱۹ کال کې له ترکیې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د تګ شمېر دوه برابره لوړ شوی دی

په ۲۰۱۹ کال کې تر ۷۰۰۰۰ ډېر کډوال له ترکیې اروپايي هېوادونو ته ستانه شوي دي. په داسې حال کې چې ویل کېږي ۴۴۵۰۰۰ یې د ترکي چارواکو لخو نېول شوي دي.

د اروپايي ټولنې یو پټ راپور د دې ښودنه کوي، د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی رامنځ ته شوی چې د ترکیې له لارې اروپا ته وردننه شوي دي. هغه کډوال چې بریالي شوي د جنوری او دسمبر میاشتو په منځ کې په ناقانونه توګه سفر وکړي، په ۲۰۱۸ کال کې د ورته مهال په پرتله ۴۶ سلنه ډېر شوي دي

په لومړي سر کې له ترکیې یونان ته نږدې ۶۸۰۰۰ کډوال وردننه شوې، تر هغه وروسته ایتالیا ته ۱۸۰۳ کسان، قبرس ته ۲۶۱ کسان او بلغارستان ته ۱۹۷ کسان وردننه شوې وو. د هغو کډوالو یو پر دریمه برخه چې یونان ته وردننه شوې وو، افغانان وو او تر هغه وروسته ۱۴ سلنه د سوریې اوسېدونکي، ۹.۵سلنه پاکستانیان، ۸ سلنه عراقیان او ۵ سلنه یې هم هغه کردي کډوال جوړه وي چې یونان ته وردننه شوي .

دغه راپور د یونان ټاپوګانو له ګڼې ګوڼې ډک د پنډغالو په تړاو دی، چې د ۳۵۰۰۰ کسانو کوربه دی، که څه هم دغه پنډغالي یوازې د ۳۵۰۰ کسانو د مېشت کېدو وړتیا لري. خو په پنډغالو کې د ناسم وضعیت له امله د یونان دولت هڅه کوي چې کډوال د دې هېواد په اصلي سیمو کې ځای پر ځای کړي.

د ناقانونه کډوالو د راتګ ډېروالي د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د شوې هوکړې په تړاو پوښتنې راوړلاړې کړي، کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې له اژې سیند څخه د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره رامنځ ته شوې.

د دې هوکړې له مخې: ټول هغه ناقانونه کډوال د بېرته شړلو وړ دي، چې له ترکیې یونان ته وردننه کېږي.

په بدل کې یې اروپايي ټولنه ۶ میلیارد یورو ( ۶اعشاریه ۷ میلیارد ډالره) په ترکیه کې د سوري پناه غوښتونکو له ناورین سره د مرستې لپاره ورکوي. په همدې لړ کې د ترکیې حکومت د ډېرې بودجې غوښتنه کړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په خبره: په ۲۰۱۹ کال کې ۴۴۵۰۰۰ ناقانونه کډوال د ترکي چارواکو لخوا نیول شوي دي. سلیمان سایلو همدارنګه په هغه مرکه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل: چې تېر کال ۱۰۵۰۰۰ ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته شړل شوي دي.

TMP – 14/01/2019

انځور له: جورجیوس کریتسوټاکیس/ شاټرسټاک

د انځور عنوان : ۲۰۱۷کال، د اکټوبر ۲۳ مه ـ یونان، لسبوس- د میټیلن ساحل کې د کډوالو لخوا د ژغورنې جاکټونه پرېښودل شوي دي.