د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) وايي: چې اروپا په یونان کی باید د هغو کډوالو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې عمر يې ښکته وي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر” فیلیپ ګرانډي” د یونان په لسبوس ټاپو کې له سرپرست پرته ماشومانو د خونديتوب او هوساینې په تړاو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د دغو ماشومانو د خوندیتوب لپاره مداخله وکړي.

“ګرنډي”لسبوس کې د کډوالو پنډغالي تر لیدنې وروسته وویل:”موږ باور  کولای نشو چې دوی (کډوال) په داسې ناسمو شرایطو کې ژوند کوي. شرایط ډېر کړکیچن دي او بېړني ښه والي ته اړتیا لري.

نوموړی د بې سرپرسته ماشومانو د زیان منلو پر دوام د ټینګار په لړ کې زیاته کړي: زه د دغو ماشومانو په اړه اندېښمن یم، په تېره بیا د هغو ماشومانو په اړه چې له سرپرست پرته سفر کوي.  دا امکان ډیر شتون لري، چې له دوی سره زورزیاتی او یا پرې جنسي تیری وشي. 

د راپورونو له مخې: په لسبوس ټاپو کې کابو ۱۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان ژوند کوي او په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ    (UNHCR) هغه ډېر ګواښمن او نامناسب بللي دي. په یوه لویه کېږدۍ کې له هغو کسانو سره ژوند کوي چې عمرونه یې لوړ دي. د راپورونو له مخې: یو شمېر نور د ښار په مرکزونو او یا د ټاپو په نورو برخو کې ویده کېږي، چې هیڅ ډول خوندیتوب نلري.

د روغتیا خیریه بنسټ ( MSF) په څېر نادولتي سازمانونو امن او مناسبو مرکزونو ته د دغو ماشومانو د لېږد غوښتنه کړي. “ګرنډي” همدارنګه” دوی ته د حل لارې د موندنې د عمل د چټک والي پر اړتیا “ټینګار کړی دی.

د یونان نوې محافظه کار حکومت د تېر په پرتله د کډوالو په اړه سخت دریځ غوره کړی دی. په دې وروستیو کې یې اعلام کړی، چې چارواکي د کډوالو له ګنې ګوڼې ډک پنډغالي تړي او پر ځای یې په نورو مرکزونو کې اوسیدونکي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال په دوبي کې پرانستل شي، ترجلاوطنۍ یا ځای پر ځای کیدو پورې ساتل کېږي.

دولت همدارنګه د کډوالۍ نوې قانون تصویب وي، چې د کډوالو نېول کېدا اسانه وي، د عادلانه پناه غوښتنې په اړه د بیا کتنې حق محدود وي، د کار کولو حق محدود او په رد شویو مواردو کې د بیا کتنې حق له منځه وړي.

ګرانډي په اتن کې خبریالانو ته وویل:” اوس مهال د تېر په پرتله صبر او میلمه پالنه خورا کمه شوې ده.

TMP – 13/12/2019

Photo caption: LESVOS, GREECE – october 14, 2015. Refugee migrants, arrived on Lesvos in dinghy boats, they wait in refugee camps for the ferry to Athens continuing their journey through Europe to seek asylum. – Image