یونان کې یو کډوال چې د پنډغالو له تړلو سره مخ دی، پوښتنه کوي: چې”بشري حقوق چېرته دي؟”

یونان کې کډوال د لسبوس، کیوس او ساموس پنډغالو د تړلو په برخه کې د حکومت کړنلارې ته په کتو سره، د خپل راتلوونکي په اړه په زیاتېدونکي توګه اندیښمن دي.

پنډغالي به په کمو امکاناتو سره ځای ناستي شي، چې کډوال به پکې تر شړلو یا ځای پر ځای کېدو پورې وساتل شي. 

د ژمي په چټک رانږدې کېدو سره، په پنډغالو کې شته حالات ستونزمن کېږي. د عراق ٢٢ کلن اوسېدونکی سلیم وايي:”د ژمې په پیلېدو سره دا په رېښتیا بده ده. په ټولو ځایونو کې باران وريږي. کېږدۍ نشی کولی چې د باران پر وړاندې ودرېږي.”نوموړي زیاته کړه:”دلته دوی له موږ سره د انسان په څېر چلند نه کوي.

٢٦ کلنه افغان اوسېدونکې زینب وايي:”هغه او خاوند يې د ګرمولو لپاره یوازې چریکي بستره او کمپله لري. نوموړې ٧ میاشتینې ماشوم په غیټه کې لري او لږ خواړه چې تر لاسه کوي، د ناروغۍ لامل یې کېږي.”

نوموړې وايي:”ټول راځي او وايي: وبښې… ډېر خواشینې یو. ” “زه په رېښتیا له دې کلیمې ستړې شوې یم.”         

د پنځو افغان ماشومانو پلار فرزاد، چې د روان زېږديز کال په لومړیو کې لسبوس ته راغلی په موریا پنډغالي کې د خپلې تجربې کیسه یې وکړه او وویل: ” دلته ژوند دوزخ دی. که څه هم  له دغو پنډغالو د کډوالو د لېږدولو لپاره ښکاره اړتیا شتون لري، خو ډېری کسان د دولت د طرحې په وړاندې احتیاط کوي.  فرزاد وایي: نوې مرکزونه د بندخونې په څېر دي.

نوموړی د خپل غوښتن لیک د نه منلو له امله حېران شو، نوموړي وپوښتل:” بشري حقونه چېرته دي.” زینب هم خپل اندونه شریک کړل:”ټول په دې باور نه دي چې ډېر ژر تړل کېدا له واقعیت سره اړخ ولګوي. ما د هغه په اړه ولوستل خو فکر مې نه کاوه، چې سم وي.” ټاکل شوې د ٢٠٢٠ کال تر لومړیو پورې کابو ٢٠٠٠٠ کډوال اصلي ټاټوبو ته واستول شي، خو زینب د دې طرحې په اړه شک لري. نوموړې وویل:”موږ داسې کسان ګورو چې اصلي هېوادونو ته د حرکت په حال کې دي، خو په دې وروستیو ورځو کې ډېری کسان دلته راغلي دي.”

د بشري حقونو سازمانونه هم د دولت پر کړنلارې نیوکه کوي. د ام اس اف  ویاند توماسو سانټو وویل:”په ټاپوګانو کې د خلکو د ساتنې اوسني سیاست، د ناغیړی، ګډوډی او نه ختمېدونکې زیان سیسټم رامنځ ته کړی … که دغه اعلامیې تایید شي، موږ نه وینو چې په بندخونو د دغو مرکزونو بدلول څه ډول حل لاره ده.” په همدې لړ کې د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس له نورو اروپايي هېوادونو غوښتي چې ډیرو کډوالو ته ځای ورکړي.

TMP – 09/12/2019

انځور له: شټرسټاک/ کوسشنیر ١٢٣                

د انځور عنوان: ٢٠١٦ د فبروری ٢٤- یونان، لسبوس، موریا: لسبوس کې د موریا د کډوالو پنډغالی، هغه ځای چې کډوال پکې نوم لیکنه کوي.          

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ