د یونان ټاپوګانو کې یوازې یو سلنه کډوال ماشومان ښوونځي ته ځي

یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویاند بوریس چشیرکوف په ډاګه کړي چې د هغو ۱۲۰۰۰ کډوال ماشومانو ۹۹ سلنه رسمي دولتي ښوونځیو ته نه ځي، کوم چې د یونان ټاپوګانو د کډوالو د پنډغالو په زیانمنو حالاتو کې ژوند کوي

بوریس چشیرکوف وویل: “د یونان په ټاپو ګانو کې په تېره بیا ښوونې او روزنې ته لاسرسۍ یوه لویه ستونزه ده. “

نوموړی ټینګار کوي چې ماشومان ناهیلې شوې او باید په ټولګیو کې واوسي خود ښوونکو د کموالي او لېږد رالېږد په څېر ځینو ستونزودوی یې په ښوونځي کې له شتونه بې برخې کړي دي.

یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ویاند د هغو ماشومانو یادونه کوي، کوم چې د اژې سیند په پنځو ټاپو ګانو ( لسبوس، کیوس، ساموس، لروس او کوس) کې ویشل شوي، چې دغه پنډغالي کابو ۴۰۰۰۰ کډوال لري.

چشیرکوف په لسبوس کې د هغې کورنۍ یادونه وکړه چې په مصنوعي بستر او له یوې پلاستیکي پاڼې د چت په نوم ګټه پورته کوي، څو د کډوالو کورنیو د مبارزو یوه بیګه واوسي.

نوموړي وویل: ” دوی هغه مهال سوریه خوشې کړه چې څلور میاشتې وړاندې کور یې ویجاړ شو او درې ماشومان یې کله هم ښوونځي ته نه دي تللي، ځکه په سوریه کې ښوونځي ته د تګ عمر یې نه و بشپړ کړی . اوس چې دوی یونان کې دي او ښوونځي ته د تګ عمر یې بشپړ کړی، د دوی ۴۹ کلن پلار ابراهیم غواړي چې هغوی ښوونځي ته واستوي، خو دوی نشي کولای چې لاړ شي. “

د اروپايي ټولنې راپور د دې ښودنه کوي، چې تراوسه پورې تر ۷۰۰۰۰ ډېر کډوال له ترکیې اروپايي هېوادونو ته تللي دي، چې تېر کال د ورته مهال په پرتله ۴۶ سلنه ډېر شوي دي.

  د دغو کډوالو له ډلې کابو ۶۸۰۰۰ کسان یې له ترکیې یونان ته تللي دي او ګڼ شمېر یې په هغو پنډغالو کې ژوند کوي چې د یونان په ټاپوګانو کې موقعیت لري.

اوس مهال په دغو ټاپوګانو کې ۴۰۰۰۰ کډوال په وېرونکو شرایطو کې ژوند کوي . د یونان دولت په ټاپوګانو کې له ګڼې ګوڼې ډک د کابو درې پنډغالو د تړلو  لپاره له جوړ شوې کړنلارې خبر ورکړی دی.

TMP – 27/12/2019

انخور له: شټرسټآک / وروریدیس واسیلیس

د انځور عنوان: د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر ۲۴یونان، Idomeni: په سلګونه کډوال د یونان او FYROM ترمنځ پوله کې په تمه دي او له پولې د تېریدو لپاره مناسب وخت ته په تمه دي.