بوسنیا: کډوال د ووچاک د ” شرم وړ“ پنډغالي د تړلو په وړاندې مقاومت کوي
بوسنیایي چارواکو د نړۍوالو فشارونو په ځواب کې د ووچاک پنډغالي د تړلو پرېکړه کړي او دا پنډغالی په هغه سیمه کې جوړ شوی، کوم چې وړاندې د کثافاتو د راټولو ځای وو.
په همدې لړ کې، د پنډغالي اوسېدونکي د دې طرحې مخالف دي، چې له پر بنسټ یې دوی د کرواسیا له پولې سره، نورو لرې تاسیساتو ته لېږدوي. په ووچاک پنډغالي کې شته شرایط د دې لامل شوې چې د بشري حقونو ټولنو غوصه راوپاروي.
دغه پنډغالی چې د معیاري تشنابونو او پاکو اوبو له کموالي سره مخ دی، هغه ځای ته نږدې پروت دی کوم چې په ۱۹۹۰ کال کې په ماینونو پوښل شوی وو. د واورې وروستي ورښت د اوسېدونکو لپاره ژوند ستونزمن کړی دی، چې ګڼ شمېر یې د بوسنیا د سخت ژمي لپاره کالي او بوټ نه لري. د اروپايي ټولنې د بشري حقونو شورا کمېشنر دونیا میاټوویچ، وویل: ” دغه پنډغالی باید نه وای پرانستل شوی.” نوموړي له دې پنډغالي څخه په خپله وروستۍ لیدنه کې هغه یې د شرم وړ وباله.
نوموړي زیاته کړه: هغه څه چې ما په “ووچاک” کې ولیدل هغه څه وو چې مخکې مې نه وو لیدلې. “
بوسنیا د دې پنډغالي په پاکوالي سره کډوال هغه ځای ته لېږدوي، چې وړاندې یو پوځي مرکز وو، خو نن د کډوالو د منلو په مرکز بدل شوی دی. خو هغه کسان چې د کرواسیا له لارې لویدیځې اروپا ته د سفر هوډ لري، تیار نه دي څو له دې سرحدي ځای څخه چې یوازې ور سره اته کیلو مټره واټن لري، لرې لاړ شي.
افغان کډوال محمد رویټرز خبري سرچینې ته وویل: “دوی غواړي چې دغه پنډغالی وتړي، خو خلک بل ښار یا بل پنډغالي ته نه ځي.”
یو بل افغان کډوال فاضل اې پي خبري سرچینې ته وویل: ” که دوی موږ له دې ځایه بهر کړي موږ تر یوې ورځې، یوې ګړۍ، یوې شیبې وروسته بېرته راځو. ” ” موږ به بیرته دلته راستانه شو. “
په دې پنډغالي کې معترضانو د نورو اروپايي هېوادونو په اړه د خبرتیاوو د رامنځ ته کېدو اقدام کړی څو دوی ته اجازه ورکړل شي چې خپلې لارې ته دوام ورکړي.
یو شمېر وايي: “موږ له اروپايي ټولنې غواړو چې پوله پرانیزي” که نه “موږ به دلته مړه شو. “
د بوسنیا د امنیت وزیر ډریګن مکتیش څرګنده کړه: هغه کډوال چې په ناقانونه توګه هېواد ته رادننه کېږي، حق نلري څو پرېکړه وکړي چې چېرې پاتې شي او له همدې امله ځای پر ځای کولو ته اړ کېږي.
TMP – 10/12/2019
انځور له: شاټرسټاک/ اکدین کمبر
د انځور عنوان: ۲۰۱۹ کال، د اکټوبر ۳۰ مه – هرزګوین او بوسنیا، بیحاک: د ووچاک د کډوالو او پناه غوښتونکو پنډغالی. دا سایټ د ماینونو او کثافاتو د خښولو سیمې ته نږدې پروت دی. له کرواسیا سره څو کیلو مټره واټن لري. کېږدۍ او خلک.
دا مقاله شریکه کړي