پاریس کې پولیسو له هغو پنډغالو کابو١٦٠٠ کډوال وشړل، کوم چې دوی جوړ کړي وو

د اکټوبر په ٧ مه، کابو ٦٠٠ پولیس د پاریس شمال کې له هغو پنډغالو د ١٦٠٠ کسانو د شړلو لپاره واستول شول، چې د دوی لخوا جوړ شوي وو. د چارواکو په خبره د دغو پنډغالو اوسېدونکي چې تر ډیره د افغانستان او سوېلي افریقې وګړي دي، د پناه غوښتنې ځایونو ته لېږدول شوي دي.

دغه چاڼ د هغه پنډغالي د اوسېدونکو د پېژندنې، نیول کېدو او شړلو احتمال ډیر وي، چې فرانسه کې په ناقانونه توګه ژوند کوي . ګڼ شمېر اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو تر رسېدو وړاندې له پنډغالو تېښته وکړه.

د فرانسې د خبري سرچینې فرانس ٢٤ د راپور له مخې: که څه هم نور اوسېدونکي هم د پناه غوښتنې وضعیت لري خو د کور کرایې په ورکړه کې د بې وسی له امله، دغو پنډغالو کې ژوند کوي.

ګڼ شمېر کسانو د هغو ناسمو شرایطو له امله یې چې پکې ژوند کاوه، د پنډغالو له ویجاړولو یې هرکلۍ وکړ. یو افغان کډوال محمد، د دغه پنډغالي ویجاړول یو ښه ګام وباله.

دغه پنډغالي د هغه حلقه یي سړک لاندې جوړ شوي، چې د ښار په اطراف کې دی او دغه پنډغالي له کېږدیو او برزیټي پاڼو جوړ شوي دي .

د ژمي په رانېږدې کېدو او د هوا تودوښې په ټیټوالي سره، شونې ده په خپل سر جوړ شوې پنډغالي د سړې هوا پر وړاندې د اوسېدونکو د خونديتوب لپاره مناسب نه وي .

د عاج ساحل هېواد څخه کډواله مېرمن آوا، د فرانسې خبري سرچینې ته وویل: “باران ورېږي، هوا سړه ده.” نوموړې په دوام کې وايي: ” زه نه پوهېږم چې چېرې به ولاړه شم، خو خوښه یم چې زم، ځکه نن شپه به په خپل سر یو چت ولرم. ”

د پولیسو دغه ګام د کډوالۍ مدیریت لپاره د اقداماتو د وروستۍ کڅورې یوه برخه ده، چې د فرانسې پولیسو لخوا معرفي شوې ده. لومړي وزیر ادواډ فیلیپ دغه طرحه توجیه کړي او وویل: “دا د واکمنۍ په اړه ده”، لومړي وزیر وویل: ” موږ غواړو چې د کډوالۍ سیاست کنټرول بېرته واخلو. “   

دولت هوډ لري چې د کال تر پای پورې ټول په لاس جوړ شوې پنډغالي وتړي. په موازي ډول،  ژمن دي چې د ۱۶۰۰۰ نورو کډوالو کوربتوب لپاره د مېشت کېدو نوې تاسیسات پرانیزي. همدارنګه غواړي چې د ناقانونه کډوالو لپاره درې نور د بندخونې مرکزونه هم جوړ کړي.

د ځايي کډوالو د خیریه موسسې د یوتوپیا ۵۶ رییس جان مانزي وویل: ښکاره ده د هغو کسانو لپاره ټول څېزونه ستونزمن کېږي چې وړاندې یې د پناه غوښتنې غوښتن لیکونه رد شوي وو.

TMP – 25/11/2019

انځور له: شټرسټاک/ هریټ هاډفیلد

د انځور عنوان: د ۲۰۱۷ د مې ۵ – پاریس : د پاریس شمال په حلقه یې سړک کې د ښاري کډوالو پنډغالی.