یوناني چارواکو پرېکړه کړې، چې په دې هیواد کې د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک پندغالي وتړي

د یونان دولت د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په ۲۰ مه وویل: چې دوی د کډوالو له ګنې ګوڼې ډک هغه درې پنډغالي تړي، کوم چې ترکیې ته نږدې د یونان په ټاپوګانو کې شتون لري.

د دغو پنډغالو اوسیدونکي د ساتنې هغو مرکزونو ته لېږدول کېږي، چې لږ امکانات لري او توقیف مرکزونو ته ورته دي.

د کایوس، ساموس او لیسبوس ټاپوګانو په پنډغالو کې مېشت کډوال، هغو نوې ځایونو ته لېږدول کېږي چې له ١٠٠٠ تر ٥٠٠٠ کسانو ته د پناه ورکړې لپاره جوړېږي. اوس مهال دغو پنډغالو کې کابو ٣٦٤٠٠ کډوال ژوند کوي. په داسې حال کې چې يوازې د ٤٦٠٠ کسانو ظرفیت لري.

ټاکل شوې په لیسبوس کې د موریا نوم بدی پنډغالی(کمپ) وتړل شي، هغه ځای چې پکې کابو ١٣٠٠٠ کډوال په نا مناسب ډول ژوند کوي. په داسې حال کې چې دغه پنډغالی د ٣٠٠٠ تنو لپاره جوړ شوی دی.

لسبوس تر ډېره له ترکیې د کډوالو د راتګ تر اغېز لاندې دی، چې ډېری یې د افغانستان او سوریې اوسېدونکي دي.  د یونان لپاره د کډوالو ځانګړې همغږې کوونکيالکویادیس سټفانیسوویل: په دې پړاو کې د دغو ټاپوګانو وېشنه لومړيتوب لري.                       

د یونان حکومت د ویاندسټیلیوس پټاسپه خبره: د یونان دولت نوې سایټونه یېتر راتګ وړاندې مرکزونوپه نوم نومولي دي او موخه يې دا ده څوهغو کسانو ته روښانه پیغام ورسوي چې یاد هېواد ته په ناقانونه توګه د راتګ هوډ لري، په داسې حال کې چې پناه نه تر لاسه کوي.

د کډوالو نوې مرکزونه هغوی ته د پېژندنې، ځای پر ځای کېدو او شړلو شونې کڅوړې په واک کې ورکوي. د بې پوله ډاکټرانو په څېر د بشري حقونو سازمانونو پر نوې مرکزونو د نیوکې په لړ کې هغوی یې له بندخونې سره پرتله کړي دي.: “د یونان په ټاپو ګانو کې د خلکو د ساتنې اوسني سیاست، د ناغیړی او ډېر زیان رسولو سیسټم رامنځ ته کړی. که چېرې دغه اعلامیې تایید شوي وي، موږ نه وینو چې څه ډول په بندخونو د دغو مرکزونو بدلول حل لاره بلل کېږي.” 

د یونان نوې محافظه کاره ګوند چې په جولای میاشت کې واک تر لاسه کړ، داسې کړنلاره یې جوړه کړي چې پرمټ یې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۰۰۰۰ پناه غوښتونکي د اصلي هېوادونو پنډغالو ته واستوي او هغه ۱۰۰۰۰ پناه غوښتونکي وشړي، چې د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې د پناه غوښتن لیک یې رد شي.

یونان به همدارنګه د شړلو بهیر د ګړندي کولو لپاره په سلګونه اضافه کارکوونکي وګوماري. دولت همدارنګه په پام کې لري، چې له اژې ټاپو څخه د څارنې لپاره د پوله ساتنې د خوندیتوب مرکز جوړ کړي.

TMP – 28/11/2019

انځور له: شټرسټاک / وروریدایس واسیلیس

د انځور عنوان: ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲ مهیونان ټسالونیکي: پناه غوښتونکي او کډوال له موریا او لیسبوس ټاپو څخه تر لېږدولو وروسته، ټسالونکي بندر ته استول کېږي.