د فرانسې امنیتي ځواکونو نانټیس پنډغالی له کډوالو پاک کړ
د جولای په ۲۳مه، د فرانسې پولیسو د نانټیس لویدیځ ښار په یوه پارک کې په خپلسر جوړ شوی پنډغالی له کډوالو خالي کړ. دلته له (۴۵۰) ډیر کډوال، له یوې میاشتې راهیسې اوسیدل؛ چې ډیری یې د اریتیریا او سوډان وو.
د ځايي مقاماتو په وینا، د تصفيې عملیات د هغه راپور په ځواب کې ترسره شول چې په دغه پنډغالي کې یې د کډوالو ژوند ناوړه ښودلی و. راپور په ډاګه کړې وه چې د کډوالو روغتیايي وضعیت ناسم دی او ځینې په کم خونۍ اخته دي.
د (۳۰۰۰۰۰) وګړو لرونکي ناټیس ښار کې سږ کال د پناه غوښتنې درخواستونه ۲۸ سلنه لوړ شوي و، د کډوالو دا شمیره نسبت د فرانسې نورو سترو ښارونو ته لوړه ده.
د فرانس۲۴ ( France24) د راپور له مخې، د ښار په مرکز کې د دغه کیمپ له تخلیې وروسته، کډوال یوه عامه سالون ته ولیږدول شول؛ چیرته چې به مسوولین د دوی د پناه غوښتنې درخواستونه وڅیړي.
د کډوالو دومره شمیرې ته پناه ځایونه چمتو کول ستونزمن دي، ځايي چارواکي وايي چې دوی یوازې د امکان تر حده کولای شي له ټولو ډیرو اړمنو کډوالو او پناه غوښتونکیو ته پناه ځایونه چمتو کړي. ځايي حکومت د دې وس نلري چې ټولو کډوالو ته پناه ځایونه برابر کړي. له تخلیې یوه اونۍ وړاندې ځايي مسوولینو ویلي و چې په دې سیمه کې د ۱۰۰ عاجلو پناه غوښتونکیو لپاره ځایونه شته.
فرانس۲۴ ته د یوې سیمه ییزې خیریه ډلې غړي فرانکوس پروچاسون (Francois Prochasson) ویلي: (( دا په دې مانا ده چې نن شپه به نږدې ۳۰۰ تنه په کوڅو کې پرته له خیمو ویده شي. ))
هغه زیاته کړه: (( دوی به کوم بل ځای ته روانیږي، بل پارک ته به ځي او هیڅ شی به ورته نه وي. ))
ځايي مسوولینو ویلي: (( هغه کډوال ،څوک چې د پناه غوښتنې او قانوني اوسیدو لپاره درخواست نشي کولای او یا هغه چا چې د اروپايي ټولنې په کوم بل غړي هیواد کې د پناه غوښتنې درخواست کړی وي، نو د هیواد د پریښودو غوښتنه به ترې وشي.))
د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون (Emmanuel Macron) لخوا د یوه نوي طرحه شوي پلان له مخې، د پناه غوښتنې بهیر به د ناکامه پناه غوښتوونکیو د شړلو د پروسې په څیر چټک شي.دا پلان لا هم د فرانسې د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.
TMP – 12/08/2018
دا مقاله شریکه کړي