مرستندویه اداره: په بوسنیا کې په زرګونو کډوال انساني مرستو ته اړتیا لري

د اسیا او شمالي افریقا په زرګونو کډوال په پارکونو او له کاره لویدلو ودانیو کې ویده کیږي. دا خبره د سرې میاشتې او سره صلیب ټولنو نړیوال فدریشن (IFRC)  د ۲۰۱۹ کال د می په ۳۰ مه کړې ده. مرستندویه ادارې ویلي چې ځینې کډوال د ناوړه وضعیت له کبله مړه شوي او ځینو نورو بیا ځان وژنه کړېده.

د (IFRC) عملیاتي مدیر انډیرا کولینویک (Indira Kulenovic)  ویلي: (( خلک په پارکونو، د موټرو په تم ځایونو،  په پیاده لارو  او په خطرناکو ودانیو کې څملي. حالت ډیر خراب دي.))

شماللویدیځې اروپا ته د صربیا او هنګري څخه د غځیدلې لارې په اوږدو کې د ټینګ امنیتي کنټرول له کبله له بوسنیا څخه د تیریدونکیو کډوالو شمیره لوړه شوې ده. راپور ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې د اسیا او شمالي افریقا ۲۵۰۰۰ کسان، له صربیا او مونټینګرو څخه بوسنیا ته داخل شوي. د بوسنیا د مسوولینو په وینا په ۲۰۱۹ کال کې ۶۰۰۰ نور کسان را رسیدلي دي.

کولینویک ویلي: (( موږ د هغو خلکو په اړه چې بوسنیا او هرزګوینا کې په حرکت کې دي، سخت اندیښمن یوو. دوی په ډیر بد وضعیت کې راځي او د ماشومانو په ګډون، ګڼ شمیر یې په اونیو پیاده مزل کوي. دوی وږي دي، ستړي دي. ناروغ دي او سفر نارامه کړي دي. وروستۍ اورښتونو د دوی سفر لاپسې خراب کړی. ))   

لکه څرنګه چې کروشیا سره پوله هم تړلې وي، نو ګڼ شمیر په بوسنیا کې خپلسرو کیمپونو کې ایسار دي. ډیری کډوال په لویدیځو ښارونو بهاک او ویلیکا تمرکز کړی دی او د ښارونو محدوده منابع یې له خطر سره مخ کړي.اوس مقاماتو غوښتنه کړې چې د کډوالو د راتګ او هرکلي مرکزونه دې د هیواد په نورو برخو کې جوړ شي، نو کیدای شي کډوال نورو ځایونو ته وشړل شي.

د ګڼه ګوڼې ډک حالت د چاپریال ساتنې لپاره یوه اضافي ننګونه ده. ساري ناروغي زیاتې شوي. د بهاک په ترانزیتي مرکز کې د انتاني ناروغیو ۸۰۰ پیښې ثبت شوي.دا خبره د روغتیا وزیر د روان میلادي کال د می په ۱۵مه کړې. په دغه شان چاپریالونو کې ناڅاپي او ذهني پریشانۍ ډيرې عامې وي.

کولینویک ویلي: (( یو څو اونۍ وړاندې، درې کډوالو په یوه متروکه ودانۍ کې سرپناه جوړه کړې وه، له یوې لګیدلې شمعې څخه یې اور واخیسته او مړه شول. دې پسې جوخت یو بل د هغې ودانۍ له سره را وغورځیده چې پکې اوسیده. په کډوالو کې رواني فشارونه ډیر لوړ دي، یوازې تیره اونۍ یوه سړي له ناهیلۍ ځان ته اور واچوه.))

سور صلیب د هیواد په کچه د کډوالو په پنځو مرکزونو کې کار کوي، هره ورځ ۳۰۰۰ کډوالو ته خواړه چمتو کوي. همدارنګه دوی ته کالي، خوب ځایونه، خیمې او لومړنۍ مرستې چمتو کوي.

TMP – 08/06/2019

Photo credit: Michele Luppi/Shutterstock

Photo caption: د بوسنیا – کروشیا په ګډه پوله  بهاک ښارګوټي کې د بوریکي په نوم د کډوالو یو پنډغالی