امیدواره مېرمن له ٣١ څخه د ډېرو ناقانونه کډوالو په منځ کې په انګلیس کانال کې له ډوبېدو وژغورل شوه
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۹ مه د یوې امیندواره ښځې او دوه کوچنیو ماشومانو په ګډون ۳۱ کډوالو چې غوښتل له انګلیس کاناله تېر شي، له ستونزو سره مخ شول. ټول دغه کسان ژغورل شوې او د درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شول.
د فرانسې ساحلي چارواکو دغه دوه کوچني ماشومان له ۹ نورو کډوالو سره د کښتۍ ماشین تر خرابېدو وروسته وژغول او دوی یې په سیند کې خوشې کړل. د بریټانیې د کورنیو چار وزارت په ویناه دوی د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۹ مه د سهار په مهال د کاله ساحل ته نږدې وموندل شول.
دې امیندواره مېرمنې له ۱۹ نورو کسانو سره غوښتل چې له انګلیس کانال څخه تېره شي چې کښتۍ یې خرابه او د ډوبېدو په حال کې وه، خو د ګزمې بېړۍ دوی یې د دانګرک ساحل ته نږدې وموندل.
ټول ژغورل شوې کسان د فرانسې بندر ته لېږدول شوي او د روغتیايي ډلې لخوا اروزل شوي او له پوله ساتونکو سره یې لیده کاته وکړه . ځینې د هايپوترمیا درملنې ته اړتیا لري.
همدارنګه دوه کښتۍ له ستونزو سره مخ شوې ، او ځینې نورې کښتۍ د دسمبر په میاشت کې په کانال کې ونیول شوې. د دسمبر په ۲۶، له ایران، عراق او افغانستانه ۴۹ کډوال د پولې کنټرول چارواکو لخوا ونیول شول او د بریټانیې ساحل ته ولېږدول شول. ۷۹ نور مورد د دسمبر په ۴ مه او ۶۹ نور د دسمبر په ۱۷ مه نېول شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال په لړ کې، اټکل کیږي چې په کوچني کښتیو کې له ۱۸۰۰څخه ډېر کډوال انګلستان ته رسېدلې دي. د دغو ۱۸۰۰ کسانو له ډلې تر ۱۲۵ ډېر نور کسان ترواسه اروپايي هېوادونو ته ستانه شوې دي.
دا شمېر، انګلیس چینل ته د ناقانونه کډوالو له تګ څخه د مخنیوي لپاره د فرانسې او بریتانیا لخوا پیاوړې هڅې ښیې. د دسمبر په وروستیو کې، د بریټانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي: چې د فرانسې په ساحل کې ګزمې زیاتې شوي او بې پیلوټه الوتکې او ځانګړې تجهیزات مېشت شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: ” ناقانونه کډوالي یو جنايي فعالیت دی. هغه کسان چې غواړي په ناقانونه توګه انګلیس ته راشي او هغه بې رحمه جنایت کوونکي چې د سفر لپاره اسانتیاووې رامنځ ته کوي، ټول قانون تر پښو لاندې کوي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
TMP – 10/01/2019
انځور له : سوزان پیلچر/ شاترستاک.کام
د انځور عنوان : ۲۰۱۹ کال د فبروری ۲۴ مه انګلستان کنت، فاکسټون: د انګلیس د سرحدي ځواکونو د ګزمې بېړۍ په عملیاتو کې تر ګډون وروسته، ساحل ته د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پورټ فاکسټون ته راستانه شوه.
دا مقاله شریکه کړي