اروپايي مشرانو د کډوالو لپاره له اروپايي ټولنې څخه بیرون د کیمپونوجوړولو وړاندیز وکړ
د اروپا ځیني مشرانو وړاندیز وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بیرون دې په یوه اروپايي هیواد کې د کډوالو د هرکلي مرکزونه او د رد شویو پناه غوښتونکیو لپاره کیمپونه جوړ شي.
اتریش، ډنمارک، جرمني او هالنډ د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د دغه وړاندیز ملاتړ کوي او د دې وړاندیز په اړه په بحثونو کې دخیل دي.
د اتریش لومړي وزیر سیباستین کروز (Sebastian Kruz) د جون په اوومه په برسلز کې د اروپايي ټولنې د کمیسیون له مشر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: (( دا په حقیقت کې د اتریش (اروپايي ټولنې) د ولسمشرۍ پروژه نه ده. دا یوه ملي پروژه ده چې موږ له ډنمارک او د نورو ایالتي غړو له یوه واړه ګروپ سره شریکه کړې ده. ))
کروز وویل: (( د ګڼو هیوادونو له لارې خلک اروپا ته ناقانونه سفر کوي او بیا د اوسیدو لپاره ځانته یو هیواد خوښوي او هلته د پناه اخیستنې غوښتنه کوي؛ دا باید داسې نه وي. ))
د اروپايي ټولنې کمیسیون ویلي چې دا د څلورو هیوادونو سره، چې له خپل وړاندیز سره مخکې ځي، مخالفت نه و.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر جین کلاوډ جنکیر(Jean-Claude Juncker ) ویلي: (( ناقانونه کډوالي یوه اروپايي معضله ده، خو دا همدارنګه د هغو غړو لپاره [یاد شوي څلور هیوادونه] چې پکې دخیل دي، ملي مسئله ده؛ نو دا زما مربوط نه ده چې له دغه طرحی سره مخالفت وکړم. ))
له دې یوه ورځ مخکې د ډنمارک لومړي وزیر لارس لویکی راسموسن (Lars Loekke Rasmussen) ویلي و چې دا کیمپونه باید په داسې هیوادونو کې جوړ شي چې انساني قاچاقبرو ته خاص جذابیت ونلري.
هغه زیاته کړې : (( دا باید په داسې یوه هیواد کې وي چې د کډوالو او انساني قاچاقبرو د علاقې وړ ځایونو په نوملړ کې نه وي. ))
راسمون همدارنګه څرګنده کړې : (( له نورو اروپايي مشرانو سره زما د بحث له مخې، موږ به د دې توان ولرو چې سږ کال لومړی ګام واخلو. ))
TMP – 25/06/2018
دا مقاله شریکه کړي