د ترکیې او افغانستان تر منځ هوايي دهلیز پرانیستل شو
د لومړي ځل لپاره د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اموالو د لیږد هوايي دهلیز د می په ۲۲مه، په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د دواړو هیوادونو د چارواکیو لخوا پرانیستل شو.
دغه هوايي دهلیز به اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي او دا به له افغانستان څخه ترکیې ته د اموالو صادرات اسانه کړي.
د دغه دهلیز په پرانیسته کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې وزیر نصیر احمد درانی، په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل، د کابل لپاره د ترکیې هوايي چلند مدیر احمد الوداغ او د افغانستان د سوداګرۍ خونې اجرایوي رییس عتیق نصرت ګډون کړی و.
د پرانیستې په مراسمو کې همایون رسا وویل، چې په لومړۍ جوپه کې د (۱۰۳۰۰۰) ډالرو په ټولیز ارزښت، ۱۵ ټنه مواد؛ چې غالۍ او وچې میوې پکې وې، ترکیې ته ولیږل شول.
د رسا د معلوماتو له مخې، د هغو هوايي دهلیزونو له لارې چې تیر کال پرانیستل شوي، افغانستان د ۲۰ ملیونو ډالرو څخه په زیات ارزښت مالونه صادر کړي دي. دا هغه دوه دهلیزونه دي چې له هندوستان او قزاقستان سره پرانیستل شوي.
رسا، زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به له ترکیې سره نوی سوداګریز تړون لاسلیک شي، دا به ترکیې ته د افغانستان په صادراتو کې ډیروالی راولي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرایوي رییس د دغه پرمختګ هرکلی وکړ او وه یې ویل چې د کابل- استانبول تر منځ هوايي دهلیز به له افغانس
ان څخه د صادراتو په زیاتوالي کې مهم نقش ولوبوي.
په دې مراسمو کې د کابل لپاره د ترکیې سفیر وویل چې ترکیه به نورې هڅې هم وکړي چې له افغانستان سره دوه اړخیزه اړیکې وده ومومي.
TMP – 28/06/2018
دا مقاله شریکه کړي