د یوې تازه څېړنې پر بنسټ: له هرو دوو المانیانو څخه یو، د کډوالو د ډېرېدو مخالفت کوي

د برټلسمن(Bertelsmann) بنسټ یوه نوې څېړنه په ډاګه کوي، چې نیمایي المانیان په دې باور دي، چې هېواد یې نشي کولای ډېر کډوال ومني. دوی وایي، چې د کډوالي منلو ورستۍ کرښې ته رسېدلي دي.

د کډوالۍ له ناورین څخه مخکې په ۲۰۱۵ کې، ۴۰ سلنه المانیان د کډوالو د زیاتوالي مخالف و.

دا څېړنه د ۲۰۱۹ د اګسټ په ۲۹ د  “د بدمرغیو او پراګماتیزم تر منځ د ښه راغلاست کلتور” تر عنوان لاندې خپره شوه؛ په دغه څېړنه کې د کډوالو اړوند د ۲۰۰۰ المانیانو نظرونه اخیستل شوي او پایله یې د تېرو اوو کلونو له څېړنو سره هم پرتله شوې ده.

له المانیانو سره تر ټولو لویه اندېښنه ۷۱ سلنه دا وه، چې کډوال د ټولنییز خوندېتوب سیستمونه اغېزمنوي. په نظر ورکونکو کې له دریو دوو کسانو ویلي، چې د کډوالو او المانیانو ترمنځ د شخړو امکان شتون لري.

ځوانانو له کډوالۍ څخه مثبت درک درلود او په دې باور و، چې پر اوسېدنه او سوکالې باندې به  تر لوړ عمر لرونکو کمه اغېزه وکړي. د دې څېړنې پر بنسټ، دا له دې امله ده، چې ۳۰ سلنه د کډوالۍ مخینه لرونکي له ۱۵ تر ۳۰ کلونو عمرونه لري، په داسې حال کې، چې د ډېر عمره تر ۲۰ سلنې رسېږي له کډوالو سره اړېکه د ځوانانو د ژوند ورځنۍ چاره ګرځېدلې.

داسې ښکاري، چې له کډوالو سره د المانیانو په چلند کې زده کړې هم اغېزه لري. د دې څېړنې یو لیکوال ارکان کاسمن وایي: د کمو زده کړو لرونکي کسان کېدایسې په کمو پیسو باندې مسلکي او کسبي چارې پرمخ بوځي، چې ورسره دا اندېښنه راپورته کېږي، چې د کدوالو له زیاتوالي سره، د مزدوري قیمت هم ښکته راشي.

د یوروسټاټ د راپور پر بنسټ، په المان کې  د بهرنیانو شمېر په تېرو لسو کلونو کې ۶۲ سلنه ډېر شوی دی. د کډوالۍ ناورین په وخت کې المان د اروپایې ټولنې هېوادونو څخه د کډوالو منلو هرکلی کړی و، چې په ۲۰۱۵-۱۶ کې نږدې ۱.۹ میلیونه بهرني وګړي دغه هېواد ته کډه شوي.

په المان کې ډېر عمره کسان په ډېرېدو دي او شرکتونه د ځوانانو ځواک ته ډېره اړتیا لري؛ د دې ننګونې د حل لپاره، دغه هېواد په کار پوه کډوالو لپاره نوی قانون رامنځته کړی، چې ۲۰۲۰ له پیل سره به پلي شي.

TMP – 27/09/2019

Photo credit: Kaprik/Shutterstock

Photo caption: برلین، المان ۲۰۱۸دسمبر ۱ : د کډوالۍ ضد لاریون، براندنبورګ دروازه