د افغانستان د کانونو په برخه کې نړیواله پانګونه به اقتصاد ته وده ورکړي

د افغانستان د کانونو سکټور تیره میاشت هغه وخت د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شو، کله چې د کانونو او پټرولیم وزارت د طبعي سرچینو د پروژو لپاره ۴۳ نوي وړاندیزونه اعلان کړل. د وزارت لخوا نړیوالې کمپنۍ را دعوت شوې وې چې د ۱۴ پروژو لپاره داوطلبي وکړي، ۲۹ نورې به کورنیو کمپنیو ته وسپارل شي.

د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان ویلي چې په امریکا متحده ایالاتو، اروپا او خلیج کې کمپنیو  له دې پروژو سره وختي علاقمندي ښودلې ده.  تیره میاشت په دوبۍ کې د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره جوړې شوې غونډې ته په وینا کې هغې ویلي: (( د لومړي ځل لپاره افغانستان نړیوالو پانګه اچوونکيو ته د دې فرصت برابروي چې په قیمتي کاڼو، زمرودو او د لاجوردو پروژو کې داوطلبي وکړي. ))   

هغې زیاته کړې چې د دې پروژو فعالیتونه به د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ته وغځول شي. وزارت همدارنګه ویلي چې کله د داوطلبۍ پروسه بشپړه شي، تمه ده چې په لومړیو کې به ۱۰۰ میلیونه ډالره په ابتدايي ارزونو، محاسبو او د سروې په کارونو ولګول شي.

له (The National) رسنۍ سره په یوه مرکه کې نرګس نهان ویلي: (( په ټوله کې موږ وینو چې دلته یوه علاقمندي شته، ځکه چې هر څوک د افغانستان د منرالونو په سرچینو پوهیږي او دوی علاقمند دي چې پانګونه وکړي، دا یې لا تراوسه   په څلورنیمو کلونو کې په دې برخه کې هیڅ معامله نه ده لیدلې. دا به له موږ څه وخت واخلي چې اعتماد جوړونه وکړو او دوی ته یې په عمل کې وښییو او  وروسته بیا موږ تمه لرو چې دوی له خپلو غوښتنلیکونو سره رامخکې شي. ))

د افغانستان د کانونو د صنعت پرمختګ نوو کاروبارونو ته یو فرصت دی او د ځايي افغانانو لپاره به کارونه پیدا کړي او  دا به د منرالونو او  قیمتي کاڼو په برخه کې کورنیو او نړیوالو متقاضیانو سره مرسته وکړي.  د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي کډوال پروژې (The Migrant Project) ته ویلي : (( دا سکټور کولای شي زموږ اقتصاد ته وده ورکړي، زموږ کلنی عاید لوړ کړي او د زرګونو کاري فرصتونو په پیدا کیدو به د افغانانو ژوند جوړ کړي.))

د کانونو او پټرولیم وزارت په حواله، د افغانستان د کانونو ارزښت  شاوخوا درې ټریلیونه دی، خو اوسمهال له ۷ تر ۱۰ فیصدو پورې د افغانستان داخلي تولید دی. د دې صنعت پرمختګ په تیرو وختونو کې د نا امنیو، ناکافي زیربناوو، او له وخته وتلو قوانینو له کبله په ټپه ولاړ و.خو وزارت هیله لري چې د کانونو نوی قانون، او د روښانه مقرراتو معرفي کول به په افغانستان کې د کانونو په استخراج کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

TMP – 07/05/2019

Photo credit: Leslie Pableo/The National

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیرې نرګس نهان، د نفتو، ګاز، مرمر ډبرو او سرو زرو نوې پروژې د شخصي سکټور د پانګونې لپاره اعلان کړي.