اروپا ته د افغانستان نوې لاره به اقتصاد پیاوړی او کډوالي به راکمه کړي

افغانستان په رسمي توګه اروپا ته یوه سوداګریزه لاره پرانیسته، دا لاره د لاجوردو په نوم یادیږي. دا به د افغانستان اقتصاد را ژوندی کړي او په کور د ننه به کاري فرصتونه زیات کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې لارې پرانیسته د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۱۳مه، هرات کې په رسمي مراسمو سره  وکړه.

له کډوال پروژې سره په یوه مرکه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل چې د لاجوردو لاره به په افغانستان کې له کار موندنې سره مرسته وکړي او ناقانونه کډوالي به را کمه کړي.  

احمدزي وویل: (( پخوا به د ګاونډیو هیوادونو سوداګر دلته راغلل، د افغانستان تولیدات به یې په ارزانه واخیستل، د خپل هیواد تجارتي نښه به یې پرې ولګوله او بیا به یې نورو مارکیټونو ته صادر کړل.اوس به د دې تولیداتو د صادرولو ډیره ګټه د افغان کارګرو جیبونو ته راځي، دا به د نوو دندو په پیدا کولو کې مرسته وکړي او د کډوالۍ کچه به راټیټه کړي. ))

په تیرو څو کلونو کې په زرګونو افغانانو د ښو اقتصادي فرصتونو لپاره خپل وطن پرې ایښی؛ خو اوس ډیری بیرته خپل وطن ته راګرځي. د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې له (۸۰۰۰۰۰) ډير افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته راستانه شوي دي، دا ځکه چې له هیواده بیرون اقتصادي فرصتونه کم شوي دي.

د هرات پوهنتون د یوه استاد احمد غني خسروي په وینا، دا دهلیز چې افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا له لارې  له اروپا سره نښلوي، د اقتصاد د ودې ظرفیت لري. هغه وايي: (( دا لنډه لاره د هغو اموالو لپاره چې افغانستان ته راځي او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته لیږل کیږي، ډیر اقتصادي ده. ))

د خسروي په وینا، دا لومړی ځل دی چې په وچه کې ایسار افغانستان اروپايي بازارونو ته لاره پیدا کوي: (( پخوا موږ په ډیرې سختۍ د خپل وطن تازه میوې صادرولې،ځکه موږ د صادراتو لپاره مناسبه لاره نه درلوده. ))

تیرو وختونو کې د افغانستان زراعتي تولیدات او غالۍ لویدیځو هیوادونو ته  د ګاوڼدیو هیوادونو؛ پاکستان او ایران په تجارتي نښې صادریدې. دې کار د افغانستان د کارګرو پر عایداتو منفي اغیز کاوه او ګټه یې د ګاونډیو هیوادونو لاس ته ورتله.

ولسمشر غني ویلي: (( ان شاء الله چې د هرات بې نظیره انګور به اروپا ته و رسیږي.)) هغه زیاته کړې: (( د هرات مرمر به ، چې په نړۍ کې بې جوړې دي، ایټالیې او د نړۍ تر نورو څنډو و رسیږي. او د هرات زعفران به ، چې درې ځلې یې د نړۍ د غوره زعفرانو نوم ګټلی، د افغان زعفرانو په نوم هر چیرته صادر شي. ))

ولسمشر غني څرګنده کړه چې د لاجوردو دهلیز له وارداتي هیواد څخه پر صادراتي هیواد د افغانستان د بدلولو لپاره لومړی ګام دی.

ولسمشر غني د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: (( زموږ موخه یو صادراتي او له نورو هیوادونو سره وصل افغانستان دی. دې موخې ته د رسیدو په لاره کې اوس یو ستر خنډ لرې شو. د خلکو، حکومت او د افغانستان د اقتصاد هدف دا دی چې سره وصل شو. ))

TMP – 16/02/2019