په ۲۰۱۹ کال کې له ترکیې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د تګ شمېر دوه برابره لوړ شوی دی امیدواره مېرمن له ٣١ څخه د ډېرو ناقانونه کډوالو په منځ کې په انګلیس کانال کې له ډوبېدو وژغورل شوه د یونان ټاپوګانو کې یوازې یو سلنه کډوال ماشومان ښوونځي ته ځي ایټالیا کې د یونان او ایټالیې د قاچاق وړونکو ۱۳ غړي ونیول شول د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) وايي: چې اروپا په یونان کی باید د هغو کډوالو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې عمر يې ښکته وي

د یوې څېړنې موندنې د دې ښودنه کوي، ډېری کډوال چې المان کې کار پیدا کوي لنډ مهاله بوختیاووې دي

د برلین د نفوس او پرمختګ انسټیټوټ د موندنو له مخې: که څه هم المان کې ګڼ شمېر کډوال کار پیدا کوي، خو ډېری دغه کاري بوختیاووې لنډ مهاله دي.

دغه څېړنه چې له المانۍ ژبې ( د کار بازار ته د کډوالو د ادغام لپاره اوږده لاره) ژباړل کېږي، جرمني کې د کار بازار ته د کډوالو د یو ځای کېدو(ادغام) بهیر ته کتنه کړي.

د دې څېړنې موندنې د دې ښودنه کوي، چې د مشخصو اتو هېوادونو کډوال د ۲۰۱۸ له فبروری میاشتې د ۲۰۱۹ کال تر جنوری میاشت پورې بریالي شوي، چې کار پیدا کړي.

المان کې دغه د اتو ملیتونو کډوال، افغانانان، اریټریان، ایرانیان، عراقیان، نایجیریا، پاکستانیان، سومالیا او سوریان دي.

شاوخوا یو پر دریمه برخه په هغو کارونو بوخت دي، چې بیمه نه لري. په داسې حال کې چې پاتې نور د صنعت په خدمتونو او یا لنډ مهاله کارونو بوخت دي. له دغو کډوالو یوازې شپږمه برخه یې په خپلو مبدا هېوادونو کې د روزل شوې همکار په توګه کار کوي. خو نیمايي یې المان کې دغه کار تر سره کوي.

دې څیړنې موندلي چې المان کې کاغذ پراني د دې کړنې اصلي لامل دی. د حرفه یې زده کړو داوطلبان د ژبې لږ تر لږه دوه کلنې ژورې روزنې ته اړتیا لري او تر هغه وروسته له دوه تر درې کلونو پورې کاري روزنې ته اړتیا لري

۵۴ کلنې مصری میرمنې مانال له(دویچه وله) خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي: نوموړې المان کې تر ۵ کاله ژوند وروسته بریالۍ شوې، چې کار پیدا کړي.

نوموړې د المانۍ ژبې په روزنیزو پړاوونو او تر هغه وروسته نورو روزنیزو پړاوونو کې چې له کډوالو سره مرسته کوي ، څو د کار له بازار سره اړیکه ټینګه کړي، ګډون کړی. خو د نوموړې دغو هڅو ګټه نه درلوده.

نوموړې وايي:”زه د خوړو رژیم او تغذیې برخه کې بلده یم، خو دلته په دې برخه کې کار موندل ناشونې دې. هیڅ تش ځای شتون نه لري او شونې ده، ما په المانۍ ژبه کې پوره وړتیا نه وي ترلاسه کړې.”

ډېری کډوال پوره وخت نه لري.

دوی اړ دي، چې پیسې ترلاسه او قاچاق وړونکو ته یې ورکړي، څو هغوی اروپا ته ورسوي او یا هم باید د خپلو ملګرو او خپلوانو پور د پرې کولو لپاره کورنۍ ته پیسې واستوي. له همدې امله ده، چې کډوال په هغه شغل کار کوي چې لومړی یې ومومي.

د دې څیړنې لیکوال ویلي: ” دا د سترګو په یو ځل رپیدو سره پای ته رسیدلی شي. “

المان کې یوه مصري کډوال میکاییل (دویچه وله) خبري سرچینې ته ویلي: نوموړي تر پناه اخېستنې وروسته، کورونو ته د پستي کڅوړو د لېږد دنده تر لاسه کړه. که څه هم نوموړی ثابته تنخواه نه تر لاسه کوي، خو د هرې پستي کڅوړې د لېږد په بدل کې ۵۰ سنټه تر لاسه کوي.

نوموړی وايي: “دا زما د روغتیايي بیمې د ورکړې لپاره هم بسنه نه کوي. ” د المان د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتیايي بیمه جبري ده.

TMP – 31/07/2019

Photo credit: Jesus Fernandez / Shutterstock.com

Photo caption: د جرمني د نیوټینګ د توت زمیني بڼ کې په کار بوخت موسمي کارګران. د ۲۰۱۹ کال د جون ۸