افغانستان له اروپا، روسیې،چین او عرب متحده اماراتو سره هوايي دهلیزونه پرانیستل

د هوايي دهلیزونو د پرانیستې په لړ کې افغانستان له اروپا، روسیې، چین او عرب متحده اماراتو سره هم هوايي دهلیزونه پرانیستل.

په همدې مناسبت د روان کال د سپتمبر په ۲۷مه، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې په یوه رسمي غونډه کې د افغانستان د حکومت د کابینې غړو او ګڼو بهرنیو دپلوماتانو برخه اخیستې وه.

اوس د الوتنو په مهال ویش کې  اروپا ته ورځني پروازونه شامل شوي چې د افغانستان کورني پیداوار صادر شي. د پرانیستې په ورځ یوه الوت کې ۲۱ ټڼه وړۍ او نهه ټنه غالۍ ایټالیې، فنلنډ او او نورو اروپايي هیوادونو ته ولیږل شوې.

له نورو هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو په پراخیدونکي لیست کې دا نومونه هم شامل شول. په لومړیو کې  له هندوستان، قزاقستان ترکیې او سعودي عربستان سره هوايي دهلیزونه پرانیستل شوي وو. په ټولیزه توګه د دغو دهلیزونو له لارې ( ۳۵۰۰) ټنه داخلي پیداوار له افغانستان څخه صادر شوي دي.

د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په فیسبوک کې پوسټ کړی چې : (( د شته ارقامو له مخې، له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د صادراتو کچه د ۲۰۱۵ کال تر پایه ۵۱۴ میلیونه ډالره وه. د ۲۰۱۶ کال تر پایه ۶۱۲ میلیونه ډالره وه. ۷۸۴ میلیونه ډالره د ۲۰۱۷ کال ترپایه وه او تر اوسه ۸۳۰ میلیونه ډالره ده. حکومت پتیلې ده چې له څو نورو هیوادونو سره هم هوايي دهلیزونه پرانیزي چې دا به د افغانستان صادرات نور هم لوړ کړي. موږ به سړې خونې هم جوړې کړو دا به راسره مرسته وکړي چې د  لیږلو لپاره پیداوار تازه وساتي.))

د سوداګرو او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي چې هوايي دهلیزونه د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي کې هم مرسته کړې ده. هغه د کابل – اروپا، هوايي دهلیزونو له پرانیستې هرکلی وکړ او دایې د افغانستان سوداګرۍ لپاره لویه لاسته راوړنه وګڼله. مسوولینو ویلي چې په تیرو اتو میاشتو کې له افغانستان څخه د صادراتو کچه له ۳۲٪ لوړه شوې ده.  

په دې رسمي غونډه کې د وینا پر مهال اروپايي مسوولینو وویل چې د کابل – اروپا هوايي دهلیز افتتاح د افغان سوداګرو لپاره لوی فرصت دی او د اروپا پراخ بازار دوی ته پرانیستی دی.

د کابل لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وویل: (( دا یوه ښه خبر دی. د نږدې پیاوړو سوداګریزو اړیکو په درلودلو، اروپا دې ته علاقمنده ده چې افغان زراعتي پیداوار واخلي. هیڅ شک نشته چې دا میلان په ډراماتیکه توګه پراخ شوی؛ ځکه چې دا د دواړو غاړو لپاره زړه پورې ده.))

TMP – 06/11/2018