جرمني پارلمان دا اسانه کړه چې پناه غوښتوونکي وشړي او ماهر کډوال وساتي

جرمني پارلمان یو سلسله مصوبې تصویب کړې چې له مخې به یې په هیواد کې کډوالي او  پناه غوښتنه ښه مدیریت شي.

دا مصوبې به د رد شویو پناه غوښتوونکیو لپاره په جرمني کې اوسیدل لا پسې سخت کړي؛ خو ماهره کارګرو ته به دا اسانه کړي چې جرمني ته راشي او یا دلته د خپل کار تر پایه وه اوسیږي.

دغه مصوبې د  (Geordnete-Rückkehr-Gesetz’) یا په منظمه توګه د شړلو قانون (Orderly Return Law) په نوم یادیږي. د شړلو په اړه مصوبې به د پولیسو او کډوالو د چارو مسوولینو ځواک ته پراختیا ورکوي. د دې موخه دا ده چې په لوړه کچه د شړلو لړۍ بریالۍ شي. د ۲۰۱۹ کال د فبروري په اخره کې، ( ۲۴۰۰۰۰) خلک شړلو ته منتظر و؛ د دوی د پناه غوښتنې درخواستونه  په جرمني کې رد شوي وو.

د کورنیو چارو و زیر هارسټ سیهوفر (Horst Seehofer) ویلي چې دغه قانونمندي اړینه وه، دا به د ناکامو پناه غوښتوونکیو شړل یقیني کړي. هغه زیاته کړې: ((دا د کډوالۍ په کړنلاره  کې زموږ محوري نکته ده.)) سیهوفر چې د جرمني ولسي جرګې (Bundestag) ته یې خبرې کولې زیاته کړه: (( د کډوالۍ په اړه د مصوباتو دغې ټولګې داسې مقررات رامنځ ته کړل چې بشریت او نظم ته پکې درناوی شته.))

لکه څنګه چې په مصوبه کې کې راغلي، هغه کسان چې شړلو ته منتظر دي، د توقیف خونو په ځای به په منظمو زندانونو کې اوسیږي. شړل کیدوونکي به له زندانیانو څخه جلا وي؛ خو د توقیف شویو کسانو لپاره به دا ډیره  اسانه وي چې د بیرته ګرځیدو لپاره اسناد منظم او همغږي کړي. دا به  همدارنګه له جرمني څخه د راشړل کیدونکیو لپاره  په توقیف خونو کې په محدودو ځایونو فشار را ټیټ کړي.

په هرصورت، د ماهرو کډوالو لپاره د دغه پکیج ( د مصوبو ټولګه) موخه دا ده چې جرمني کې د کار بازار ته د دوی لاسرسی پراخه کړي. په جرمني کې د کار مالکان وروسته له دې دا اړتیا نلري چې دا ثابته کړي چې دوی اروپايي کارګر پیدا نکړ چې کار ور وسپاري، دوی به له مخکې اجازه ولري چې غیر اروپايي ته کار ورکړي.

ماهر کارګر، چې مسلک ته یې په جرمني کې اړتیا شته، د دې اجازه به ولري چې هیواد ( جرمني) ته راشي او د کارموندنې لپاره شپږ میاشتې وه اوسیږي، که چیره دوی ثابته کړه، دوی کولای شي په مالي توګه د یوې مودې لپاره د خپلو ځانونو حمایت وکړي. هغه پناه  غوښتوونکي چې په جرمني ژبه خبرې کولای شي، جرمي سابقه ونلري، دنده  ولري، یا ځینې کاري مهارتونه ولري او یا د دې لیوالتیا ولري چې زده یې کړي، زیات فرصت به ولري چې د اوسیدو اجازه ورکړل شي.

TMP – 14/06/2019

Photo credit: Jesus Fernandez / Shutterstock

  نیویټنګ، جرمني: موسمي کارګر په کروندو کې زمکني توت راټولوي