د وسپنې ویلې کولو ستره فابریکه او د جلغوزیو د پروسس لومړنۍ فابریکه په کابل کې پرانیستل شوه
ولسمشر اشرف غني، د وسپنې ویلې کولو تر ټولو ستره فابریکه او د جلغوزیو د پروسس لومړنۍ فابریکه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۸مه، کابل کې پرانیسته.افغانستان لپاره د چین د جمهوري دولت سفیر لیو جینسونګ(Liu Jinsong) په حضور کې ، د میهن وسپنې ویلي کولو او جلغوزیو د پروسس فابریکې د کاروبار لپاره د کابل په صنعتي پارک کې پرانیستل شوې.
د راپورونو له مخې پر دغو دواړو فابریکو نږدې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده. ولسشمر غني ویلي: (( زه له پانګوالو مننه کوم چې په داسې مهال یې اعتماد وکړ چې نور فکر کوي حالت ګډوډ دي. پانګونې د نړۍ اعتماد را جلب کړ او کارونه یې پیدا کړل. ))
ولسمشر غني همدارنګه ژمنه وکړه چې افغانستان به له اخیستوونکي بازاره پر صنعتګر او صادرونکي ملت بدلوي: (( زموږ هیله دا ده چې افغانستان د صنعتي موادو له واردونکي څخه په صادروونکي بدل کړو.د افغانستان صنعتي کیدل هم یوه هیله ده او هم عمل.)) هغه زیاته کړه چې افغانستان دا ظرفیت لري چې له څلور ملیارده ډالرو څخه زیات، زراعتي تولیدات صادر کړي.
ولسمشر وویل: (( د بامیانو کچالو په ازربایجان کې ښه بازار لري. زه نور نه غواړم چې زموږ کچالو پاکستان ته انتقال شي او له هغه ځایه بیرته موږ ته را ولیږل شي. ))
د چین سفیر په دغو مراسمو کې وویل چې چین په دې لټه کې دی چې په راتلوونکي کې له افغانستان څخه ډير تولیدات وارد کړي. هغه زیاته کړه چې هیواد به یې همدارنګه له افغانستان سره په صنعتي برخه کې او د غذايي موادو او نورو تولیداتو په پروسس کې مرسته وکړي.
لیو جینسونګ وویل: (( په راتلونکې کې به چین ډیر افغاني تولیدات وارد کړي. موږ همدارنګه د سولې، پخلاینې او د افغانستان په اقتصادي بیا رغونه کې نوره مرسته کوو. ))
د افغانستان حکومت لخوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، تیر کال ۱۳۵۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي و.د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ویلي: ((د جلغوزیو اقتصادي اهمیت ته په پام، ښاغلیه ولسمشره، سږ کال به موږ له ۸ اعشاریه دوه میلیونو څخه زیاتې د جلغوزو ونې وکرو. ))
TMP – 10/04/2019
عکس: طلوع نیوز. د ولسمشر لخوا د میهن سټیل فابریکې د پرانستې مراسم
دا مقاله شریکه کړي