ډنمارک او ناروې به د رد شویو نابالغه پناه غوښتوونکیو لپاره کابل کې مرکز جوړ کړي
د رویټرز خبري اژانس په حواله، ناروې او ډنمارک په دې سلا شوي چې کابل کې د یوه مرکز په جوړولو کار وکړي؛ دلته به هغه بې سرپرسته افغان نا بالغه ( چې اتلس کاله یې نه وي پوره کړي) ځای په ځای کیږي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي او بیرته افغانستان ته را لیږل شوي دي.
لکه د نورو لویدیځو هیوادونو په څیر په Nordic countries ( ډنمارک، فنلنډ، ایسلینډ، ناروې او سویډن) کې کډوالي او پناه غوښتنه ګرمه سیاسي موضوع ده.اروپايي ټولنه په دې بحث کوي چې له خپلو پولو بیرون په سیمه کې د رد شویو پناه غوښتوونکیو لپاره مرکزونه جوړ کړي، لکه په شمالي افریقا کې.
که دا پلان مخکې لاړ شي، هغه بې سرپرسته افغان نابالغان ،چې په ډنمارک او ناروې کې یې د پناه غوښتنې درخواست رد شوی وي، نو په زوره به کابل کې جوړ شوي مرکز ته را ولیږدول شي.
د ناروې د عدلیې وزارت مرستیال تورکیل املانډ (Torkil Aamland) رویټرز اژانس ته ویلي: (( موږ لا تراوسه کوم تړون نلرو، خو له افغان مقاماتو سره ښې خبرې لرو. )) هغه زیاته کړې: (( موږ غواړو یو خوندي او ښه مرکز چمتو کړو، چې د تعلیم لپاره ښه فرصتونه ولري او دا به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو سره په مطابقت کې وي. )) د هغه په وینا، ۱۶،۱۷،۱۸ کلن به د همدې پلان له مخې افغانستان ته را شړل کیږي؛ خو ۱۵ کلن او یا له دې ټیټ عمر لرونکي به نه را استول کیږي.
د ډنمارک د کډوالو چارو وزارت د دې خبر د تایید په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، دا خبر د لومړي ځل لپاره د ډنمارک د پولیټیکن (Denmark’s Politiken) او د ناروې افنپوسټن(Norway’s Aftenposten) ورځپاڼو له خوا خپور شوی و.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ( یونیسف) ویلي چې اوسمهال باید نوي ځوانان افغانستان ته ونه لیږل شي.
د ناروې په یونیسف اداره کې د ماشومانو د حقونو مدیر آوار سټوکیریټ (Ivar Stokkereit ) رویټرز ته ویلي: (( امنیتي حالت د تیر یوـ نیم کال په پرتله د پام وړ خراب شوی دی. افغانستان ته د ماشومانو لیږل خوندي نه دي. ))
TMP – 07/08/2018
دا مقاله شریکه کړي