یونان: سرحدي چاوراکي له ورایه کډوال وهي
د هغو کډوالو په خبره چې ډیپورت شوي او یا په زور سره شړل شوي دي، یوناني چارواکو ترکیې ته د کډوالو د بېرته شړلو په هڅه کې، دوی وهلې ډبولي دي. ځوان سوري کډوال “بهیه ” وویل: چې نوموړی د یونان له پولې تر تېرېدو وروسته، د یاد هېواد چارواکو دی اړ کړ څو ترکي پیسې وخوري او بیا یې په سمندر کې ډوب کړ.
بهیه وویل: ” دوی موږ ونیولو او د مرګ تر برید یې موږ ووهلو” زه اړ شوم چې یوه ورځ په بندخونه کې تېره کړم. دوی نه یوازې موږ ته خواړه رانه کول، بلکې هغه خواړه یې هم له موږ څخه واخېستل چې له ځان سره مو درلودل. “
زه له سوریه راغلی یم. زما کورنۍ د هغه بم پرمټ ووژل شوه چې زموږ په ځمکه کې اچول شوی وو. زه یوازې پاتې وم “بهیه” زیاته کړه چې د خپل ماما د موندنې لپاره چې د دوی وروستی پاتې شوی خپلوان، اروپا ته ځي.
ډېری کډوال سیند ته د غورځولو ورته تجربه او بل لوري ته تر لامبو وهلو وروسته د ترکي پولیسو لخوا د نېول کېدو تجربه لري. نور کسان مجبور کېږي چې کښتۍ کې سپاره شي او ترکيې ته راستانه شي.
ځینو کډوالو ویلي: چې یوناني چارواکو دوی پر فلزي میلو ډبولي دي او بیا یې د دوی درمل، ټیلفونونه او خواړه نېولي دي. د یونان دولت مکلف چې ناقانونه کډوال هېواد ته وردننه کړي، خو پر ځای یې دوی په زرګونه کسان په ناقانونه توګه ترکيې ته شړلي دي . د ٢٠١٩کال په ١٠ لومړی میاشت کې، کابو ٢٥٤٠٤ ناقانونه کډوال د یونان لخوا ترکيې ته شړل شوي دي . په داسې حال کې چې ٢٠١٨ کال کې ١١٨٦٧ ناقانونه کډوال بېرته ستنېدو ته اړ شوي وو.
له تاوتریخوالي ډک د دغو بیا کتنو په دوام سره د یونان د پناه غوښتنې نوې قانون د کډوالو حقونه محدود کړي او دې مسلې اندیښنې یې راپورته کړي دي. دغه لایحه کولای شي، د کډوال نېول کېدا اسانه، د پناه غوښتونکې مناسبو پړاونو ته لاسرسۍ محدود او د دې سربېره د پناه غوښتونکو لپاره د کار کولو حق محدود کړي او په رد شویو قضیو کې د بیاکتنې حق له منځه یوسي.
TMP – 02/12/2019
انځور له: شټر سټاک/ وروریدیس واسیلیس
د انځور عنوان: ۲۰۱۹ د اپریل ۵ – یونان، ټسالونیکي: د کډوالو په ډیواټا کمپ کې د کډوالو له پندغالي بهر د یونان د بلوا پرضد پولیسو سره نښتې. کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته د رسېدو او د یونان له پولې د تېرېدو لپاره راټول شوي دي. انځور
دا مقاله شریکه کړي