یوې کروز بېړۍ تر ۱۰۰ ډېر کډوال چې یونان ته نيږدې په یوه سیند کې بند پاتې وو، وژغورل

د ۲۰۱۹ کال د جنوری په ۲۰ یوې مالتیايي تفریحي بېړۍ، د ۳۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۱ کډوال ژغورلي دي. دغه بېړۍ د یونان پلوپونس Peloponnese ټاپو ته نیږدې وه.

دغه کډوال، په کړکیچن حالت کې د دوي کښتۍ تر موندلو وروسته، د ساحل په ۷۴ کیلومټری کې راټول کړای شول.

د المان خبري سرچینې دویچه وله راپور ورکړی، چې دغه کډوال یونان کې کالاماتا بندر ته لېږدول شوي او هلته د یونان ساحلي پولیسو ته سپارل شوي دي. چارواکو د کډوالو تر سپارلو وروسته، هغه دوه کسان نېولي چې کښتۍ یې هدایت کوله.

که څه هم تراوسه د دغو مسافرو ملیت نه دی ډاګیز شوی،  خو له دې سمندري لارې تر ډیره هغه افغان کډوال تېریږي چې غواړي په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د IOM د راپور له مخې: د هلني (HCG) ساحلي ګارد کابو ۱۳ پیښې چې د پلټنې او ژغورنې عملیات ته یې اړتیا درلوده، د ۲۰۱۹ کال د جنوری له ۱۹ تر ۲۵ پورې په لسوس Lesvos، کارپاټوس Karpathos، لروس Leros، کوس Kos، ساموټراکي Samothraki، سیمی Symi ټاپو او الکساندر Alexandroupolis بندر کې راپور ورکړی.

خو د پلټنې او ژغورنې عملیاتي ډله تل په خپل وخت هغه بېړیو ته نه رسېږي، چې د ډوبېدو په حال کې وي. په روان کال کې تراوسه کابو ۷۰۰ کډوالو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د مدیترانې سیند پرمټ اروپا ته ولاړ شي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

IOM اعلام کړی، چې تراوسه شاوخوا ۱۹۰۰۰ کډوال یونان ته وردننه شوي. اوس مهال ورته شمېر په هغو ګڼ مېشتو پنډغالو کې ژوند کوي چې ناسم روغتیايي وضعیت لري.

د ایټالیا، یونان او اسپانیا په څېر هېوادونه هڅه کوي، څو د هغو ناقانونه کډوالو شمېر کم کړي، چې د دغو هېوادونو سواحلو رسېږي. د یونان پر سمندري لارو د ښې څارنې لپاره، په نوې کړنه کې د اروپايي ټولنې سرحدي سرچینې(آژانس) د یونان ساحلي ګارد یې په یوې بې پیلوټه الوتکې سمبال کړی. دغه بې پیلوټه الوتکه کولی شي، تر ۱۰۰۰ متره پورې الوتنه وکړي.

د وتلو(عزیمت) او ترانزیټ مهمې لارې لکه: لیبیا، مراکش او ترکیه هم د ناقانونه کډوالو جریان د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې له تلپاتې ملاتړ څخه برخمن دي.

TMP – 20/08/2019

Photo credit: 1AdesiA1 / Shutterstock.com

Photo caption: پرمختللې کروز بېړۍ چې کډوال یې وژغورل