د ترکیې ساحل ساتوونکیو د اجین په سیند کې له یوې غرقیدونکې بیړۍ په لسګونو کډوال وژغورل

د ترکیې ساحل ساتوونکیو  ۵۵ غیر قانوني کډوال د اجین په سیند کې له غرقیدونکې کښتۍ  څخه ژغورلي دي. د اناډولا خبري اژانس په حواله دا پیښه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۳مه شوې ده.

د ترکیې ساحل ساتوونکیو لخوا د یوې خپرې شوې بیانیې له مخې، دا بیړۍ چې یونان ته په لاره وه، د یوه ماشین د خرابیدو له امله ماته شوه. په کښتۍ کې سپاره کسان ډیری د سوریې، ګڼ نور یې د سعودي عربستان او د اشغال شوي فلسطین اوسیدونکي وو.

بیانیې زیاته کړې چې دا کډوال د ترکیې له آیډین ولایت څخه د یونان نږدې سواحلو ته په لاره وو. ترکي مسوولینو دغه ناقانونه کډوال په ایډین ولایت کې د کډوالۍ د مدیریت ولایتي دفتر ته د راتلوونکیو اجراتو لپاره انتقال کړي دي.

تیره ورځ ترکیي چارواکیو ۶۲۳ نور ناقانونه کډوال په شمالي ولایت ایډرین او ختیځ ولایت وان کې نیولي دي. په دې سره د هغو کډوالو شمیره ،چې د روان میلادي کال د مارچ په ۱۸- ۲۲ نیول شوي، له ۱۶۰۰ لوړه شوه. دې سرچینو رسنیو سره د خبرو د بندیز له کبله، له اناډولا اژانسه غوښتي چې نومونه یې ذکر نشي.

ژاندارم ځواکونو په شمال لویدیځ ولایت ایډرین کې ۵۸۳ کډوال نیولي دي. دا ولایت له یونان او بلغاریا سره ګډې پولې لري، دلته ډیری هغه ناقانونه کډوال مخه کوي چې غواړي ترکیه پریږدي. په ختیځ ولایت وان کې یو تورن قاچاقبر او ۴۰ ناقانونه کډوال د پولیسو لخوا نیول شوي.له دغو کډوالو څخه ۲۷ یې د افغانستان، ۱۱ یې د پاکستان او دوه یې د عراق دي. دا ټول کډوال، د مهاجرت ولایتي دفترونو ته لیږدول شوي دي.

د ترکیې مقاماتو له خوا په سرحدونو د ټینګ څار با وجود، دا هیواد بیا هم د منځني ختیځ او اسیا د هغو کډوالو لپاره ،چې اروپا کې د ښه ژوند په لټه کې دي، د یوې ډیرې مشهورې لارې په توګه پاتې ده.

له اروپايي ټولنې سره په ۲۰۱۶ کال کې له شوي تړون وروسته، ترکیې سخت تدابیر نیولي چې ناقانونه کډوال اروپایي هیوادونو ته له اوښتلو څخه منع کړي او را وې ګرځوي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په حواله، قانون نافذوونکیو چارواکیو په ۲۰۱۸ کال کې  په دغه هیواد کې له ۲۶۸۰۰۰ ډیر ناقانونه کډوال نیولي دي.

TMP – 28/03/2019