په ۲۰۱۹ کال کې له ترکیې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د تګ شمېر دوه برابره لوړ شوی دی امیدواره مېرمن له ٣١ څخه د ډېرو ناقانونه کډوالو په منځ کې په انګلیس کانال کې له ډوبېدو وژغورل شوه د یونان ټاپوګانو کې یوازې یو سلنه کډوال ماشومان ښوونځي ته ځي ایټالیا کې د یونان او ایټالیې د قاچاق وړونکو ۱۳ غړي ونیول شول د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) وايي: چې اروپا په یونان کی باید د هغو کډوالو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې عمر يې ښکته وي

د کډوالۍ تر ټولو مرګونې لار”اژې” سیند کې د یوې بېړۍ له ډوبېدو سره سم، یوه نوې زېږېدلي او یوه وړوکي ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اکټوبر په ۱۴ مه، اژې سیند کې د کډوالو د ۳۵ کسیزې لېږدونکې بیړۍ تر ډوبېدو وروسته، یوه دوه میاشتنۍ ماشوم او یوه وړوکي ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې کښتۍ کې سپرو کډوالو هڅه کوله، چې ځانونه د یونان لسبوس ټاپو ته وروسوي.

د ترکیې ساحلي ګارد بریالی شو، چې ۳۳ کسان وژغوري، خو یو نوې زېږېدلی ماشوم او یو وړوکي ماشوم مړه شوي وو.

د اژې سیند چې ترکیه له اروپا سره نښلوي، لاهم د هغو کډوالو لپاره خونړۍ لار ده چې غواړي، اروپا ته ورسېږي.  د کډوالۍ نړۍوال سازمان(IOM) د شمېرو له مخې: تراوسه د ختیځې مدیترانې په لار کې تر ۵۹ ډېرو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او داسې احتمال شتون لري، چې په ۲۰۱۹ کال کې د تېرو دوه کلونو په پرتله د قربانیانو ټولیز شمېر لوړ شي. 

د ترکیې ساحلي ساتونکو د تېرېدو لپاره د هڅو په شمېر کې د ټولیزو زیاتوالي خبر ورکړی.  که څه هم دا شمېر لاهم په ۲۰۱۵ کال کې د دغو هڅو له کچې خورا ټیټه ده. ۲۰۱۹ کال کې تر ۶۰ سلنه څخه ډېرو کسانو چې له اژې سیند د تېرېدو هڅه کوله، افغانان او د سوريې اوسېدونکې وو.

د ترکیې ساحلي ساتونکو د یو شمېر بېړیو د کابو کولو لپاره هڅه کړي او د ۲۰۱۹ کال د جنوری تر اکټوبر میاشت پورې ۴۲۴۴۷ ناقانونه کډوال یې ایسار کړي دي. دوی همدارنګه ۶۲ د انسان قاچاق وړونکي یې نېولي دي.

ناقانونه کډوالي د اروپايي ټولنې لپاره یوه ننګونه ګڼل کېږي، ځکه ترکیه د اسیا او افریقې د هغو کډوالو لپاره په مرکز بدله شوې، چې اروپا ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.  ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ شوې هوکړه کې هڅه شوي، چې د ګزمو په پراخوالي او د انسان قاچاق وړونکو په ځپلو سره، اروپا ته د ناقانونه کډوالو ورتګ محدود کړي.

له دغو هڅو سره سره، بیا هم په ۲۰۱۹ کال کې ۳۶۰۰ کډوال له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي دي. اوس مهال یونان د اژې سیند له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو کې د ۳۱۰۰۰ کډوالو کوربه دی.

TMP 30/10/2019

انځور له: شټرک سټاک/ ډیپ سپیس

د انځور عنوان: د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر ۱۸ – ترکیه، د اژې سیند: د ترکیې ساحلي ساتونکو کډوال نېولي دي. کډوال او پناه غوښتونکي له چرمي بېړیو د ګټې اخیستنې او له اژې سیند په تېریدو سره، د یونان لسبوس ټاپو ته رسېدلي دي.