سمندري لارې د کډوالو د مړینې اصلي لامل

کډوالو نړۍوال سازمان وايي: د کډوالۍ تر ټولو ګواښمنې لارې هغه لارې دي، چې په کې د سیند او په ځانګړې ډول له  مدیترانې سیند تېریدل شامل وي.

د وژونکي سفر په نوم د یاد سازمان د نوې راپور له مخې :د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کال په لړ کې له ۱۷۹۰۰ څخه ډېر کسان، له مدیترانې سیند څخه د تېریدو په مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دې شمېرو کې ۶۷۸ ماشومان هم شامل دي. د کډوالو نړۍوال سازمان نوې معلومات ددې ښودنه کوي، چې د روان زېږدیز کال له جنوری تر جون میاشت پورې ۵۹۷ کډوالو له مدیترانې سیند د تېریدو په مهال خپل ژوند له لاسه روکړی دی.

ګڼ شمېر ناقانونه افغان کډوال اروپا ته د رسېدو لپاره له مدیترانې سیند څخه تېر شوي دي. ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ ناورین له پیل کېدو راهیسې، د افغانانو په ګډون په لسګونه زره ناقانونه کډوالو هڅه کړي، چې اروپا ته ولاړ شي.

اروپا د ناقانونه کډوالو د مدیریت لپاره، د خپلو پولو په پیاوړې کولو پیل وکړ.  دې مسلې قاچاق وړونکي اړ کړل، چې له اروپايي پولو د کډوالو د تېرولو لپاره، دوی له سترو ګواښونو سره مخ کړي.

قاچاق وړونکي هغه بیړۍ کاروي چې په سیند کې د ګټې اخېستنې وړ نه دي او د لسګونو کډوالو لپاره داسې ټیټ ظرفیت لرونکې بیړۍ کاروي، چې د بیړیو د ډوبیدو او ویجاړیدو ګواښ شتون لري.

یونان، د ترکیې پرمټ له مدیترانې سیند څخه په تېریدو اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تګ لپاره یوه لار ګڼل کېږي.  د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې د ترکیې په ساحل کې دوه بیړۍ ډوبې شوې، چې  له امله یې د ماشومانو په ګډون څو کسان ووژل شول.

د ترکیې د ساحلي ګارد د معلوماتو له مخې: د جون په ۱۱ مه د دوه ماشومانو په ګډون ۷ ناقانونه کډوال هغه مهال ډوب شول، چې د یونان لارې په اژه سیند کې د دوی بیړۍ ویجاړه شوه او دویمه پېښه د جون په ۱۷ مه رامنځ ته شوه، چې د ترکیې په سویل لویدیځ کې ۸ کډوال ډوب شول. د صباح ورځپاڼې د راپور له مخي: بیړۍ د یونان لارې په یوه ټاپو کې د حرکت په حال کې وه.

په یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنری استازي فیلیپ لکلرک ویلي: ” دا یوه غمیزه ده، چې خلک د یونان  ټاپو ته د تګ لپاره، ګواښمنو سفرونو ته دوام ورکوي.” ” اروپا ته د رسېدو لپاره له امن او قانوني لارو ډاډ تر لاسه کول اړین دی، څو خلک په بې رحمه قاچاق وړونکو په باور کولو سره له ګواښ سره د خپل ځان له مخ کېدو ډډه وکړي.”

TMP – 03/07/2019

Photo credit: Malcolm Chapman / Shutterstock.com

Photo caption: لېسبوس، یونان- ۲۰۱۵، د سپټمبر۲۹: د بیړۍ پرمټ له ترکیې، یونان ته د رسېدو په حال کې کډوال. رضا کاره کارکوونکو خپل ځانونه اوبو ته اچولي، څو هغه بیړۍ چې ماشین یې سوځېدلی، ساحل ته هدایت کړي.