لس نور مهاجر د بریټانیا ساحل سره د پولې ګزمې لهخوا ګیر شول
لس نور مهاجر چې په دوو بادي بېړیو کې سپاره ول، د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۵ نېټې د انګلستان سیند کانال سره د پولې ګزمې لهخوا ګیر شول. ښایي دا مهاجر بېرته فرانسې او یا د ډبلین مقرراتو سره سم چې په ترڅ کې یې مهاجران اړ دي چې لومړني اروپایي هېواد ته د ننه کېدنې سره د پناهغوښتنې وړاندیز وکړي، د اروپایي اتحادیې بل اړوند ښار ته واستول شي.
د انګلستان د کورنیو چارو ادارې رپوټ له مخې، لومړنې بېړۍ د سهار لهخوا شاوخوا په ۰۲:۱۵ بجو د ډوور کانال ننوتلارې ته نږدې په نښه شوه. د بېړۍ په نښه کېدو سره سم، د آغلې ملکې د پاسوال قطعې منسوبین په لټه کې شوه تر څو دا بېړۍ ګیر کړي.
په همدې سهار، شاوخوا په ۰۴:۳۰ بجو، دوهمه بېړۍ هم د ساحل ګزمې بېړۍ موندونکو ډلې لهخوا په نښه او ګیر شول. ټول مهاجر د کډوالو ادارې مسئولینو ته د مرکې لپاره وسپارل شوه.
د کورنیو چارو ادارې ویاند وویل: «د لس واړه مهاجرو صحي وضعیت ښه دی. د یاد مهاجرو تابعیتونه اوسمهال د شننې په بهیر کې دي».
د پارلمان سیمهییز غړي چارلي ایلفک وویل: «په داسې حال کې چې د پولې څخه تېرېدونکي مهاجرو تعداد په تېرو څو اوونیو کې زموږ د کمپاین سره په ډېره کچه راټیټ شوی، دا وروستۍ پېښې ښیي چې موږ ولې باید همدارنګه دې معظل ته پام وساتو».
«له همدې کبله باید د فرانسې پولې په لړ کې په دوامداره توګه هوایي ګزمې ترسره شي، تر څو چې موږ وکولای شو د انسانانو قاچاقوړونکي سمدلاسه هغه ځای کې راګیر کړو چېرې چې مهاجر لېږي، او دې ستونزې ته د پای ټکی کېدو».
د هغو خلکو تعداد چې هڅه کوي دا خطرناکه سفر ترسره کړي، د نومبر میاشتې راهیسې زیات شوی، او لږ تر لږه ۳۰۰ مهاجر د دې کرښې څخه د تېرېدو پر مهال د فرانسې شمال څخه د انګلستان تر سهیل ختیځ پورې راګیر شوي.
دا مهاجر اوس په تمه دي چې د انګلستان څخه بېرته فرانسې ته واستول شي او ځینې یې اوسمهال هم استول شوي.
د کورنیو چارو ادارې وویل: «ژر تر ژره د دې مهاجرینو د لېږدونې لپاره دوه اړخیزه ژمنه شتون لري او دا بهیر د ډبلین د مقرراتو سره سم پلي کېږي». هغوی زیاته کړه: «انګلستان به په دوامداره توګه د فرانسې او نورو هېوادونو سره په ګډه هلېځلې وکړي تر څو د هغو مهاجرو چې د کوچنۍ بېړیو له لارې انګلستان ته د ننه شوي، د لېږدونې بهیر ګړندۍ کړي، او د دې ډول خطرناکه او غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره پیاوړې حللاره رامنځ ته کړي».
انځور: د انګلستان پولې ځواکونه او د ملي جرایمو آژانس منسوبین یوه بادي بېړۍ څېړي چې د کنټ ساحل کې، د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۱۰ نېټه وموندل شوه.
TMP – 23/02/2019
انځور اخیستونکې: سوسن پلیچر / شټرسټاک
دا مقاله شریکه کړي