د فرانسې په شمال کې ۲۰۱۹ کال کې لږ تر لږه ۳۰۰ پنډغالي(کمپ) ویجاړ شوي دي
د خیریه بنسټونو کارکوونکي وايي: ۲۰۱۹ کال کې پولیسو د فرانسې په شمال کې د کډوالو د لنډ مهاله پنډغالو د ویجاړولو په موخه، سلګونه چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.
د بشري حقونو د څارونکي بنسټونو، یوتووپیا ۵۶ او د ایو بِرگ دِس مایگرنت (Auberge des Migrants) رضا کاران وايي: چې د فرانسې په شمال کاله سیمه کې په منځني ډول هره ورځ د دوه کمپونو ویجاړیدل ثبت کیږي. په هغو انځورونو کې چې د فېسبوک او ټویټر په ګډون، د دغو بنسټونو په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوي، د کمپونو د اوسېدونکو هغه ویجاړې شوې کیږدۍ او وسایل ښودل شوې چې له پولیسو د تېښتې په مهال له هغوی پاتې شوي دي.
د یوتوپیا 56 (Utopia 56) بنسټ یو رضا کار شارلوت وايي: ” دغه بهیر په ورته بڼه او په ورته وخت کې د څو میاشتو لپاره دی، چې دوام لري. ” ” دا د خواشینۍ وړ ده، چې پناه غوښتوکې هره ورځ د دې مسلې لپاره چمتوالی نیسي.
د سهار په ۷ بجو هغه مهال چې پولیس له لارې رارسیږي، کډوال د تېښتې لپاره چمتو دي. دوی هره ورځ سهار وختي له خوبه پاسي څو خپل توکي برابر او خپلې چریکي بړستنې راټولې کړي. ”
یوه ایراني وګړي د بښنې نړۍوال سازمان ته ویلي: ” ما خپل هېواد د خوندیتوب لپاره خوشې کړ، خو دلته د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ شوم… پولیس هره ورځ دلته راځي، څو زموږ کیږدۍ او کالي واخلي. “
د معلوماتو له مخې: Utopia 56 او Auberge des Migrants، د سږکال په لړ کې لږ تر لږه ۳۰۰ پنډغالي راټول کړي دي.
د کډوالو په هر پندغالي کې لږ تر لږه له ۲۵ تر ۱۰۰ پورې پناه غوښتونکو ژوند کوي.
د شارلوت په خبره: ” د ناسم ژوند سربیره، کډوال ستومانه او ناهیلې دي. دوی په پوره ډول خوب نه کوي… ډېر وېره لري.” دغه رضا کار زیاته کړي، چې ډېر کسان د خپلو دوسیو د څیړنې له وېرې د پناه غوښتونکو بېړنیو کمپونو ته د تګ لپاره چمتو نه دي. د دې پر ځای دوی غوره ګڼي څو په ځنګله کې پاتې شي او د قاچاق وړونکو سیمو ته لاسرسۍ ولري.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: فرانسه کې د ناقانونه کډوالو ژوند “د پولیسو د ځورونې، وحشت او ان د مرسته کوونکو کسانو پر وړاندې له تاوتریخوالي، ډېر کړکېچن دی. “
د دې سازمان په نوې راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې خپور شوی د بشري حقونو بنسټ راپور ورکړی، چې چارواکو د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو لپاره د خنډ جوړولو، ګواښ او ځورونې په څېر ننګونې رامنځ ته کړي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د بشري حقونو د مدافعانو څیړونکې لیزا مارني، په دې اړه وايي: د وږې کسانو لپاره د خوړو برابرول، تږي او بې کوره کسانو ته رسیده ګي د فرانسې په شمال کې په لانجمنو فعالیتونو بدل شوي دي، ځکه چارواکو له هغو مرستندویه بنسټونو څارنه ډېره کړي، کوم چې کډوالو ته په منظم ډول مرسته رسوي .
۲۰۱۶ کال کې د جنګل په نوم پندغالي تر ویجاړولو وروسته کډوال او پناه غوښتونکي لاردکه شوې نه دي او اوس مهال تر ۱۰۰۰ ډېر ښځې، سړي او ماشومان په دې سیمه کې ژوند کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان اټکل کړی، چې له ملګري پرته ماشومانو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر کډوال، د کاله او ګراند سنیټ په شاوخوا کیږدیو او غیر رسمي پندغالو کې ژوند کوي.
TMP – 21/06/2019
Photo Credit: HUANG Zheng / Shutterstock
Photo caption: حکومتي کارکوونکي له ۲۰۱۶ کال او د ناقانونه پناه غوښتونکو له شړلو راهیسې، د فرانسې شمال کې د کالې جنګل د پندغالو، په ویجاړولو بوخت دي.
دا مقاله شریکه کړي