په بوسنیا کې ایسار کډوال په ناوړه حالت کې دي

اروپا ته د رسیدو په موخه، په لوړیدونکې شمیر کډوال له بالکان څخه د نوې لارې په توګه استفاده کوي. له اروپا سره د صربیا سرحدونه نن سبا واقعا د تګ لپاره ناممکن دي، ډیری کسان اوس هڅه کوي چې د دې پر ځای د بوسنیا او هرزګونیا له لارې کروشیا ته ورسیږي.

له همدې کبله په زرګونو کسان د بوسنیا په لویدیځ کې په دوو سیمو( ویلیکا کلاډوسا او بیهاک) کې په موقتي کیمپونو کې اوسیږي. له دوی څخه ډیری یې د افغانستان دي. همدارنګه پاکستاني او عراقیان هم پکې شته. د دې کیمپونو وضعیت زړه بوګنوونکی دی.

له ډویچه ویله سره په یوه مرکه کې پاکستاني کډوال قسیم ویلي: (( دا د کډوالو کیمپ نه دی. له دې څخه په صربیا کې ښه و. موږ هلته خواړه لرل، کالي را رسیدل او ښې خیمې مو لرلې. دلته موږ هیڅ شی نلرو. ))

په کیمپ کې میشت کډوالو ویلي چې د کروشیا د پولیسو لخوا وهل او لوټول یې یوه عادي خبره ګرځیدلې.

د عراق د موصل اوسیدونکی حاجي له خپلې میرمنې او دوه وړو ماشومانو سره بوسنیا ته راغلی. هغه ډویچه ویله ته ویلي چې د کروشیا پولیسو ترې موبایل او (۱۰۰۰) ایرو اخیستي. یوه بوسنیايي قاچاقبر دې حاجي ته دوکه ورکړې، د هغه پاتې پیسې یې اخیستي خو د هغه کورنۍ یې له سرحده نه ده تېره کړې. حاجي ډاډه نه دی چې څنګه به اوس په دې وتوانیږي چې اروپا ته و رسیږي.

کډوال له یوه سخت ژمي ژوندي را وتلي، دوی له ځايي خلکو مننه کوي چې په خپلو کورونو کې یې ورته پناه ورکړې او دوی ته یې خواړه چمتو کړي.

اوس دواړو ښارګوټو (ویلیکا کلاډوسا او بیهاک) د کډوالو لپاره موقتي پناه ځایونه چمتو کړي؛ خو حکومت ور ته هیڅ بودجه نلري. له همدې کبله، کډوالو ته په کیمپونو کې د ورځې یو وخت خواړه رسیږي. دوی د ځايي اوسیدونکیو له مرستو، د سره صلیب او نورو غیر حکومتي ادارو له لاسنیوي مننه کوي.

د سره صلیب یوه کارکوونکي حسین کلیکیک (Husein Klicic) ویلي: (( موږ د ورځې له دوو تر درې زرو ایرو ته اړتیا لرو چې دلته خپل خدمتونه جاري وساتو.)) هغه زیاته کړې: (( موږ له هر امکانه استفاده کوو او که موږ دا ځای پریږدو؛ دلته به سمدلاسه ګډوډي راشي. ))

د بوسنیا حکومت ویلي چې دوی به د ویلیکا کلاډوسا په ترک شوې صنعتي سیمه کې یو کیمپ جوړ کړي. دا به ګرمې خیمې او په منظمه توګه خواړه ولري؛ خو د دې پریکړې پر وړاندې ځايي چارواکي مقاومت کوي. په هر صورت؛ دوی ویریږي چې دا به د کډوالو لپاره په یوه دایمي ځای بدل شي.

TMP – 06/08/2018