د المان د کډوالو په یوه پنډغالي کې ناسم حالت، د یوه ګډوال د ځان وژنې لامل شو

د المان خبري سرچینې DW په خبره، هغه کډوال چې مونیخ ته نږدې په پڼدغالو کې اوسیږي په ناسمو حالاتو او په ککړه هوا کې ژوند کوي.د بایرن د مرکز Furrstenfeldbruck اوسیدونکو د المان ټلوېزیون خبریال ته ویلي: چې دې وضعیت ځینې کډوال ځان وژنې ته اړ کړي دي.

یو شمیر کسانو د نوم نښودلو په شرط ویلي: په دې مرکز کې روغتیايي وضعیت ناسم دی. یوه ګډوال ویلي: ” خلک له کور څخه بهر خپل حاجت رفع کوي، ځکه تشنابونه ناپاکه دي.” په داسې حال کې چې سیمه ییز چارواکي بیا ادعا کوي،  چې هره ورځ پنځه ځلې تشنابونه پاک وي. یو شمېر کسانو هم د جرمني خبري سرچینې ته د ناپاکو تشنابونو ویدیو ښودلې ده.

په ویډیو کې همدارنګه هغه کوچنۍ کوټې نندارې ته وړاندې شوې چې اته کډوال په یوه کوټه کې ژوند کوي.  د پنډغالو یو شمیر استوګن اړ شوي چې تر یو کال ډېر هلته ژوند وکړي، ځکه د دوي دوسیې د څیړو په حال کې دي. ډراکسلر Dräxler ، د ښار په شورا کې د ایتلاف کمیسیون Fürstenfeldbruck، دغه مرکز “د انسانانو زېرمه کولو لپاره د یو ستر قفس” په توګه بولي.

په دې پنډغالي کې یوه مهمه مسله، روغتیا ته نه پاملرنه ده. د بایرن چاوراکي ادعا کوي، چې ډاکټر د لومړنی پاملرنې لپاره هره اوونۍ ۲.۵ ګړۍ په چوپړ کې دی. خو لاهم اندېښنې شتون لري، ځکه دغه چوپړتیاووې بنسه نه کوي.

په هپاتیټ B ناروغۍ چې ساري ده، یو شمېر اخته کسان له نورو کډوالو سره په اړیکه کې دي. په کمپ ( پنډغالي) کې اوږد انتظار او ناسم حالات د رواني ناروغیو د ډېروالي لامل کیږي او ځینې وخت دغه ستونزې د دې لامل کیږي، چې کډوال د ځان وژنې په اړه فکر او یا اقدام وکړي.

له ورایه یوه یمني کډوال د جرمني خبري سرچینې ته ویلي: ملګری یې چې د اردن اوسیدونکی وو، په مارچ میاشت کې د ډېرو درملو په خوړلو سره، د ځان وژنې هڅه کړي. نوموړي وویل:” موږ امبولانس خبر کړ، کله چې امبولانس راغي او هغه یې ولیږدولو نیمه ښه وو. له نېکمرغه نوموړی روغ رمټ ووت.”

د غیر دولتی بنسټونو کارګران په دې باور دي، چې په دغو مرکزونو کې د وضعیت خرابوالی عمدي دی، څو په دې کړنه سره کډوال المان ته د پناه غوښتنې له ورکړې زړه تورې کړي. د پنډغالي یو استوګن د دې مسلې په پخلي سره وویل: ” دوی دغه ډول کمپونه لري، له همدې امله جعلي کډوال نه غواړي چې هلته ورسیږي. خو که دغه مسله وي، نو باید دوي په رسمي ډول اعلام وکړي، چې دوی کډوالي نه مني او په جرمني کې زموږ ژوند په جهنم بدل نه کړي. “

Fürstenfeldbruck د انکر یو مرکز دی چې تېرکال رامنځ ته شو، څو د کډوالۍ پروسه اسانه کړي. د AnkER نوم د ” ننوتلو، تصمیم، بیرته ستنېدنې” مخفف دی.

د کارکوونکو او د پنډغالي له استوګنو سربیره، د خیریه بنسټونو کارکوونکي او سیمه ییز چارواکي دې پنډغالي ته د ورتګ اجازه لري او دا مسله ددې لامل شوې، چې د کډوالو د تایید ادعاوې سختې شي.  د شکایتونو له شتون سره سره، سیمه ییز چاوراکي ټینګار کوي،  چې د ” Fürstenfeldbruck استوګن د مناسبو کړنلارو له مخې په ښه وضعیت کې دي. “

TMP – 04/06/2019

Photo credit: Jazzmany / Shutterstock.com

Photo caption: پاسو، جرمنی – د اګست لومړۍ نېټه، دوه زره او پنځلس: د راجستر شویو کډوالو لاسونه.