اتریش او ایټالیا په کښتیو کې د کډوالو د ساتلو وړاندیز کړی
د اتریش او ایټالیا کورنیو چارو وزیرانو وړاندیز کړی چې په سمندر کې ژغورل شوي کډوال باید، په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې د لاسته راوړلو د چانس د ازمایلو تر وخته، په ورځو ورځو بیړیو کې وساتل شي.
دې دواړو وزیرانو دغه پروپوزل د سپټمبر په ۱۴مه،د اتریش په مرکز ویانا کې په یوه ګډه خبري غونډه کې جوړ کړ. رويټرز خبري اژانس خبر ورکوي چې دا کنفرانس د اروپايي ټولنې او ګڼو افریقايي هیوادونو تر منځ د کډوالو په اړه جوړ شوی و.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر هیربیرت کیکل (Herbert Kickl) ژورنالیستانو ته ویلي: (( هغو خلکو ته چې د اروپايي هیوادونو د اوبو له لارې راځي او بیا کښتۍ ته پورته کیږي، موږ باید دا کښتۍ د دې لپاره وکاروو چې دوی په مناسب ډول وپلټل شي او معلومه شي چې د ساتنې وړ دي که نه.))
د اتریش او ایټالیې دواړو حکومتونو په اروپا کې د پناه ورکولو په بهیر نیوکه کړې او په دې اړه یې د لا سختې کړنلارې غوښتنه کړې.
دا نوی پروپوزل د کډوالو د راغونډیدو د مرکزونو لپاره یو بدیل ښکاري، چې د اروپايي ټولنې لخوا یې مخکې غوښتنه شوې وه، د کوم له مخې چې به د پناه غوښتنې درخواستونه په یوه درېیم هیواد کې ارزول کیږي.
د اتریش – ایټالیا د ګډ پروپوزل له مخې، دا کار به په لږو ورځو کې ختم شي او هغوی چې د پناه غوښتنې لپاره یې هیڅ چانس نه ښکاري، نور به له اروپا څخه منع کړای شي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماټیو سلویني (Matteo Salvini) ویلي چې کاملا دې پروپوزل ته علاقمند دی چې له مخې یې کډوال په سمندر کې ساتل کیږي.
TMP – 11/10/2018
دا مقاله شریکه کړي